Asset 1SWN

زابل کې د بهرنیو اسعارو پر چلښت بندیز ولګېد

-1x-1

د زابل محلي مسوولان وايي چې د سرپرست حکومت د مشرتابه پرېکړې له مخې یې دغه ولایت کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د کلدارې پر کارونې بندیز لګولی دی.

د یاد ولایت د والي مرستیال محیب‌الله حماس سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده پرېکړه یې دغه ولایت کې د افغانۍ دودولو او بهرنیو اسعارو د مخنیوي په پار کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په سوېل زون کې زابل د هغو ولایتونو له ډلې دی چې اوسېدونکي یې له کلونو راهیسې په سوداګریزه راکړه ورکړه او پېر او پلور کې بهرني اسعار په ځانګړې توګه کلداره کاروي.

بل‌خوا د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې رییس حاجي عبدالقادر بیا له سرپرست حکومت غواړي چې دغه ولایت کې د افغانۍ دودولو په موخه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او د بهرنیو اسعارو د کارونې مخنیوي برخه کې له جدیت کار واخلي.

په ورته مهال د زابل اوسېدونکي او کاروباریان هم  له دې پرېکړې خوښي څرګندوي او وايي چې د بهرنیو اسعارو کارونې او پولي بې‌ثباتۍ دوی ته مالي زیانونه اړولي دي.

زابل کې د بهرنیو اسعارو پر کارونې د بندیز پرېکړه داسې مهال کېږي چې لا هم د هېواد په ځینو ولایتونو کې سوداګریزه راکړه ورکړه او پېر او پلور بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه پر کلدارې کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په ورته مهال که څه هم د هېواد په ځینو ولایتونو کې په وار وار د بهرنیو اسعارو پر کارونې بندیزونه لګېدلې، خو خلک شکایت کوي چې د افغاني بانک‌نوټونو د کمښت له امله یې بېرته د بهرنیو اسعارو کارونې ته مخه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام