Asset 1SWN

د افغانستان بانک: سږکال هېواد کې د انفلاسیون نرخ شپږ سلنه ټيټه شوی

Cash_money!_140606-A-CA521-021

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې د تېر یوه کال په پرتله سږکال هېواد کې د انفلاسیون نرخ شپږ سلنه ټيټ شوی دی.

د افغانستان بانک مسوولانو نن چهارشنبه د زمري اتلسمه «ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام» کې د یادې ادارې د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې دا مهال هېواد کې د انفلاسیون نرخ منفي ۲،۸سلنه دی.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

تېرکال هېواد کې د تورم یا انفلاسیون نرخ ۳،۵ سلنې ته رسېده. د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، د تېر یوه کال پر مهال یې د بهرنیو کرنسیو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت هم ساتلی دی.

د افغانستان بانک د پولي سیاستونو عمومي رییس احمدجواد سداد وویل: «د هغو شمېرو له مخې چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موږ ته واک کې راکړي، ښيي چې د ثور میاشت کې د تورم نرخ له ۱۴،۲ څخه ۲،۸ ته رسېدلی دی.»

د یاد بانک مسوولانو همداراز وویل چې تېر یوه کال کې د بهرنیو اسعارو پر وړانډې د افغانۍ ارزښت ۴.۴۵ سلنه لوړ شوی دی. د دوی په وینا، د بهرنیو کرنسیو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتنه لامل شوې چې هېواد کې د انفلاسیون نرخ ټيټ شي.

د افغانستان بانک مسوولانو همداراز دې پروګرام کې ډاډ ورکړ چې د افغانۍ ارزښت ساتنې لپاره به خپلې هڅې کوي او په وینا یې، بازار ته د نویو  افغاني‌ بانک‌نوټونو په وړاندې کولو سره به د زړو افغانیو ستونزه هم هواره شي.

د افغاستان بانک سرپرست هدایت‌الله بدري وویل: «د افغانستان بانک تېر کال د معقولو پولي سیاستونو په تطبیق سره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ له نرخ څخه په ښه ډول ساتنه وکړي او دې برخه کې یې اغېزمن اقدامات کړي.»

بل‌خوا د مخکیني حکومت پرځېدو سره هم‌مهاله د دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم هېواد کې بانکي سېسټم عادي حالت ته نه دی ګرځېدلی، خو د افغانستان بانک مسوولان وايي چې دې برخه کې یې تر یوه برید شته ستونزې حل کړي.

د افغانستان بانک د اسلامي بانکوالۍ عمومي رییس محمدیوسف سلیم وویل: «له بانکي حسابونو د پیسو اېستلو برخه کې تر یوه حده محدودیتونه کم شوي چې د انفرادي حساب لرونکي کولای شي اوونۍ کې تر ۶۰۰ ډالرو ترلاسه کړي، دغه شمېر له دې مخکې ۴۰۰ ډالره وو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د مخکیني حکومت له پرځېدو سره هم‌مهاله بهر کې د افغانستان میلیارډونه ډالر شتمني کنګل شوې چې له ډلې یې نیمايي یې سویس کې یوه امانتي صندوق ته لېږل شوي او پاتې یې لا هم کنګل دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام