Asset 1SWN

بنګله‌دېش په لومړي ځل له پاکستان ټسټ لوبه وګټله

386595

د بنګله‌دېش کرېکټ ملي لوبډلې د پاکستان په کوربه‌توب د دغه هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د لومړي ځل لپاره تسټ لوبه وګټله.

بنګله‌دېش له دې وړاندې د پاکستان پروړاندې یوازې ۱۳ ټسټ لوبې کړې وې چې یوه لوبه مساوي پای‌ ته رسېدلې وه او پاتې ۱۲ ټسټ سیالي پاکستان ګټلې وې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پاکستان په دغه ټسټ لوبه کې چې د راولپنډۍ کرېکټ لوبغالي کې وشوه، لومړی توپ‌وهنه وکړه او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو یې، د ۴۴۸ منډو له جوړولو وروسته لوبه ودروله او بنګله‌دېش ته یې، د توپوهنه بلنه ورکړه.

بنګله‌دېش، د خپلې توپ‌‌وهنې په لومړۍ پاڼۍ کې د مشفق‌الرحیم د ۱۹۱ منډو پر مټ ۵۶۵ منډې وکړې.

پاکستان بیا خپله دویمه توپ‌وهنه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۴۶ منډې جوړې کړې او بنګله‌دېش ته یې، د ۳۰ منډو هدف ورکړ.

بنګله‌دېش لوبډلې ورکړل شوی هدف د کوم لوبغاړو له سوځېدو پرته پور کړ او د پاکستان پر وړاندې یې، تاریخي ترلاسه کړه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

مشفق‌الرحیم د یادې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو چې یوې پاڼۍ کې یې، ۱۹۱ منډې کړې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام