د پاکستان سِند ایالت کې چارواکي وايي چې د دغه ایالت په اړوند سیمه کې وسلهوالو غلو د یوه امبولانس مخه نیولې چې له امله یې ناروغ مړ شوی او امبولانس کې له شته کسانو یې پیسې او موبایلونه اخیستي دي.
پېښه پرون پنجشنبه د شېکارپور په تالوکا سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې د غلو یوې اته کسیزې ډلې د دې امبولانس مخه ونیوله.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاد امبولانس کې د زړه حملې یو ناروغ روغتون ته لېږدول کېده چې د ډاکټرانو په وینا، روغتون ته په ځنډ د راوړلو له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پاکستان ډان ورځپاڼې نن جمعه، مارچ ۲۲مه راپور ورکړی چې پر امبولانس د غلو د برید پر مهال یو کس ټپي شوی هم دی چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د مړه شوي کس زوی ډان ته ویلي، غلو ترې موبایلونه، پیسې او نور قیمتي توکي اخیستي او پلار یې روغتون ته پر لاره ساه ورکړې.
نوموړي زیاته کړې چې پولیس هغه مهال سیمه ته ورغلل چې یاد وسلهوال غله تښتېدلي وو. د مړه شوي کس کورنۍ له پولیسو غوښتنه کړې چې یاد غله ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.