د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د روغتیا نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د دغه ریاست اړوند د «بلخ امبولانس» څانګه مزارشریف ښار کې د غوره خدماتونو وړاندې کولو په موخه خپل فعالیتونه پیل کړل.
د بلخ د عامې روغتیا رییس نجیبالله توانا سلاموطندار ته وايي چې دغه څانګه پرون دوشنبه د زمري نهمه د ۱۳۰زره امریکايي ډالرو په لګښت فعاله شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
توانا زیاتوي ټاکل شوې ۱۴ امبولانس چې په مجهزو تجهیزازتو سمبال دي د مزارشریف ښار او بلخ لویې لارې اړوند سیمو کې خلکو ته خدمتونه ورسوي.
د بلخ د روغتیا رییس په وینا، د دې څانګې په فعالېدو سره نږدې ۵۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې او تمه ده چې له خدماتو یې د بلخ زرګونه اوسېدونکي برخمن شي.
په ورته مهال د بلخ محلي مسوولان وايي چې له دې وروسته د بلخ او ورڅېرمه د ګاونډي ولایتونو اوسېدونکي کولای شي چې د مرستې غوښتنې لپاره «۱۰۲» شمېرې ته زنګ ووهي.
د بلخ د والي مرستیال نورالهادي ابو ادریس وايي چې د امبولانس د یادې څانګې په فعالېدو سره به دغه ولایت کې د ناروغیو او نورو پېښو له امله د مړینې کچه راټیټه کړي.
بلخوا د بلخ اوسېدونکي هم د امبولانس څانګې په فعالېدو سره خوښي څرګندوني او وايي چې په بېړنیو حالاتو کې امبولانسونه کولای شي چې غوره لومړني خدمات وړاندې کړي.
د بلخ د روغتیايي مسوولانو په وینا، بلخ امبولانس به خلکو ته ۲۴ساعته خدمات وړاندې کوي.