د بدخشان د ولایتي روغتون رییس شفیقالله همدرد وايي، په دغه ولایت کې د نسايي-ولادي ۶۰ بستریز روغتون فعالیت درېدلی دی.
د نوموړي په وینا، د دغه روغتون فعالیت د روغتیا نړیوال سازمان د مرستو بندېدو له کبله درېدلی دی.
بلهخوا د بدخشان په عامې روغتیا ریاست کې یوه سرچینه وايي چې د دغه روغتون د فعالیت په درېدو سره ۱۰۰ ډاکټران او کارکوونکي بېدندو شوي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې ده چې اوس د بدخشان په ولایتي روغتون کې د نسايي-ولادي برخې یوازې یوه برخه چې ۳۰ بستره لري، خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.