د ازموینو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې نېټه اعلان کړه

د ازموینو ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني وویل، د روان ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینه په پنځو پړاوونو کې اخیستل کیږي چې د جوزا میاشتې په ۷مه پیل او د سرطان تر ۲۰مې دوام کوي.
دی وايي، لومړی پړاو به یې د جوزا میاشتې په ۷، ۸، او ۹ نېټه ۱۱ ولایتونو (میدان‌وردګ، لوګر، پروان، پنجشیر، کاپیسا، غزني، پکتیکا، بغلان، غور، بامیان او ډایکندي) کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار ارزونې؛ سیاسي مشارکت سره د ځوانانو لېوالتیا کمه شوې

په لسو ولایتونو کې له ۱۲ سیاسي شنونکو، ۵ د پوهنتون استادانو او ۲۰ ځوانانو سره چې تر دې وړاندې یې سیاسي فعالیتونه لرلي، د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې دې وروستیو کلونو کې د دغو ځوانانو سیاسي مشارکت د پام وړ کم شوی دی.
د دغو سیاسي شنونکو، د پوهنتون استادانو او ځوانانو ویلي چې دامهال د سیاست په حوزه کې فعالیت نه‌لري.

افغان خاوره کې د ټاپي پروژې ۱۴ سلنه کار بشپړ شوی

افغانستان کې د ټاپي پروژې رییس بګنج عبدالله یوف د هرات والي نور احمد اسلام‌جار سره لیدنه کې ویلي، افغان خاوره کې د دغې پروژې ۱۴ کیلومتر کار بشپړ شوی دی.
هغه زیاتوي، د دغې پروژې ۲۴ کیلومتر لاره هواره شوې هم ده.
دغه لیدنه کې د هرات والي افغان خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو لا چټکتیا لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی دی.

لوګر کې امربالمعرف د موسیقي ۵۰۰ وسایل سوځولي

د لوګر د امربالمعرف، نهې‌عن‌المنکراو شکایتونو اوریدو رییس مولوي عبدالحکیم حقاني پل‌علم کې یوې غونډې ته وویل: « دغه ۵۰۰ د ساز او سرود وسایل چې بېلابېلو سیمو کې له یوشمېر مراسمو څخه د محتسبینو له خوا راټول شوي و، نن وسوځول شول او دغه توکي د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون په رڼا کې راټول او له منځه یوړل شول.»

غزه کې پر ښوونځي د اسراییل بمبار؛ ۱۰ کسان یې وژلي

د راپورونو پر اساس، اسراییلي ځواکونو د غزې پر بېلا بېلو سیمو بمبارۍ ته دوام ورکړی او تازه یې غزې ښار کې د ښوونځي پر یوه پناه ځای بمبار کړی دی.
راپورونو کې ویل شوي چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
ویل شوي چې په قربانیانو کې یو ماشوم هم شامل دی چې سوځېدلی دی.

تورخم کې روغتیايي مسوولان: هره ورځ د ۳۵۰ بیرته راستنېدونکو درملنه کوو

تورخم کې د کډوالو موقت مېشتېدنې کمپ مسوولان وایي، د راستنو شویو لپاره یې ټولې روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړي.
دوی وویل، دغه کمپ کې یې د ماشومانو لپاره د ګوزڼ ضد واکسین، د داخله ناروغیو کتنځایونه، زېږون برخې او د بېړنیو ناروغانو لپاره د امبولانس خدمتونه هم چمتو کړي او هره ورځ په ټولو برخو کې د شاوخوا ۳۵۰ ناروغانو درملنه کوي.