قطر دغه هېواد کې د امریکا پر پوځي اډې د ایران برید غندلی

د قطر بهرنیو چارو وزارت یوه بیانیه کې ویلي، د ایران سپاه پاسداران له لوري په العدید اډې توغندیز برید په کلکه غندي.
بیانیه کې ویل شوي چې په العدید اډې د ایران برید د قطر د حاکمیت، هوایي حریم او نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی.
بیانیه کې راغلي چې: “قطر حق لري چې د سرغړونې د نوعیت او اندازې او د نړیوالو قوانینو سره سم مستقیم ځواب ورکړي.”

اسراییل: جګړه ښايي اوږده شي

د اسراییلو د پوځ ویاندې ایفي ډفرین وايي چې د ایران پر وړاندې د دوی ځمکني او هوايي بریدونه او عملیات روان دي.

نوموړي دغه څرکندونې نن جمعه، جون ۲۰مه، په خپل ورځني خبري ناسته کې کړي دي.

پاکستان افغان موټرچلوونکو ته په ۱۰۰ ډالره یو کلنه ویزه ورکوي

کابل کې د پاکستان سفارت وايي چې دغه هېواد افغان موټرچلوونکو ته د یو کلنې ویزې د ورکړې پرېکړه کړې ده.  

یاد سفارت نن جمعه، جون ۲۰مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاده ویزه به ۱۰۰ ډالره فیس ولري او په وینا یې، موټرچلوونکي کولای شي، څو ځلې پاکستان ته تګ‌راتګ وکړي.

غزه کې د اسراییلو ډزې؛ ۲۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د غزې د مرکزي سیمې اړوند نتزاریم بندر کې د اسراییلي ځواکونو د ډزو پرمهال ۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ‌شمېر نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې خبري شبکې نن «جمعه، جون‌۲۰» راپور ورکړی چې دغه مرګ‌ژوبله هغه مهال رامنځته شوې چې اسراییلي ځواکونو پر مرسته‌ ترلاسه کوونکو ډزې وکړې.

اسراییلو کې د ایران بریدونه؛ شپږ کسان ټپیان شوي

د اسراییلو په مرکزي سیمه بئرالسبع د ایران د توغندیزو بریدونو له امله تر دې مهاله د شپږو کسانو د ټپي‌کېدو او ۱۸ هستوګنیزو کورونو د ویجاړېدو خبر ورکړل شوی دی.

د بئرالسبع ښاروالي چارواکو ویلي چې دغه کسان او ویجاړي د ایران د توغندیو د لګېدلو له کبله رامنځته شوې ده.

هلمند کې په لس میلیونه افغانۍ د لبنیاتو د پروسس کارخونه فعاله شوه

په هلمند کې د لبنیاتو د پروسس یوه نوې کارخونه پرانېستل شوه چې د ورځې له شپږو تر اوو زرو لېټره شیدې په‌کې پروسس کېږي.

په دې کارخونه کې مستې، پنېر، کوچ او نور لبنیات تولیدېږي چې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې.

د کارخونې مسوول عقل خان سلام‌وطندار ته وایي چې په دې پروژه کې شاوخوا لس میلیونه افغانۍ پانګونه شوې چې په وینا یې، له ډلې یې، ۳۳زره امریکایي ډالر د «هالنډ کمېټې» له‌خوا تمویل شوي دي.

سراج‌الدین حقاني: جهاد مو د زورواکۍ نه، د وطن ازادولو لپاره کړی

د کورنيو چارو سرپرست سراج‌الدين حقاني پکتیا کې یوې غونډې ته ویلي، څوک حق نه‌لري، د جهاد په نوم نور هېوادوال وځوروي.

نوموړي پرون «پنجششنبه، جون ۲۰مه» مرکز ګردېز کې له قومي مشرانو سره په يوه ولسي غونډه کې همداراز وويل چې د وطن ابادي لپاره یووالی باید وساتل شي او په وینا یې، د ولس یووالی به د وطن د پرمختګ لامل شي.

له رحم بهر اومېندواره کېدل؛ هغه ستونزه چې د ښځو ژوند ګواښوي

بدخشان کې د نسايي او ولادي یوشمېر متخصصې ډاکټرانې وايي، له رحم څخه بهر اومېندواره کېدل د ښځو لپاره یوه جدي روغتیايي اندیښنه ګرځېدلې.

د دوی په وینا، د کافي پوهاوي نه‌شتوالی، د درملنې مرکزونو ته مراجعه کې ځنډ او د اسانتیاوو نه‌شتون لامل شوی چې دا حالت د ډېری مېرمنو ژوند وګواښوي.

ملګروملتونو افغانستان کې د خوارځواکۍ مخنیوي لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې

ملګروملتونو افغانستان کې د ماشومانو او ښځو د خوارځواکۍ پروړاندې د مبارزې لپاره د ګډ ستراتیژیک اقدام غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاده غوښتنه د بېړنیو، ګڼو سکتورونو او د خوارځواکۍ له ټولو ډولونو سره د مبارزې او د زیانمنو ماشومانو او ښځو د لاډېر زیانمنېدو مخنیوي لپاره د اقداماتو ملاتړ دی.

هالو ټرسټ: ۶.۴ میلیون افغانان اوس هم د ماینونو خطر سره مخ دي

د «هالو ټرسټ» د ماین پاکۍ موسسې ویلي، افغانستان د نړۍ په سطحه په ناچاودو توکو ککړ هېواد دی او په کې ۶.۴ میلیون کسان د ماینونو له خطر سره مخ دي.
د ماین پاکۍ دغې موسسې تېره ورځ (سه‌شنبه، جوزا ۲۰) پر اېکسپاڼه لیکلي چې افغانستان کې نږدې له هرو پنځو وګړو یو یې په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د ماینونو او ناچاودو توکو له خطره ډکې دي.

د یوه سازمان موندنې: کابل کې تر نیمايي څاګانې وچې شوي

د «مرسي کورپس» په نوم غیر دولتي سازمان راپور ورکړی چې کابل کې له ځمکې لاندې اوبو څخه ګټه اخیستنه د پام وړ ډېره ده او تقریبآ د دغه ښار تر نیمايي څاګانې وچې شوي.
ګاردین ورځپاڼې د مرسي کورپس سازمان په خبره راپور ورکړی چې کابل کې په تېرو لسو کلونو کې د چټکې ښاري پراختیا او اقلیمي بدلونونو له امله اوبو ته لاسرسی کم شوی.

د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین؛ تر ۱۱میلیون ډېر ماشومان واکسین کیږي

روان میلادي کال کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین د تطبیق سراسري کمپاین دویم پړاو نن (دوشنبه، جوزا پنځمه) هېواد کې پیل شو.
د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، دغه کمپاین څلور ورځې دوام کوي او په کې تر پنځه کلنۍ کم‌عمره ۱۱ میلیون او ۸سوه زره ماشومان واکسین کیږي.

د متقي او عراقچي لیدنه؛ د اړیکو پر پیاوړتیا او د کډوالو مسلې پر حل ټینګار شوی

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي تېره ورځ (شنبه، ثور ۲۷) تهران کې د ایران بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې دغه لیدنه کې پر دوو اړخيزو اړيکو، امنيتي مسايلو، اوبو او د افغان کډوالو پر موضوعاتو خبرې شوي دي.