پوهنې وزارت لوګر کې د ۱۳ ښوونځیو ودانۍ بیارغوي
د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د پوهنې وزارت له لوري په مرکز پلعلم او یوشمېر لروپرتو ولسوالیو کې د طبیعي پېښو او جګړو
د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د پوهنې وزارت له لوري په مرکز پلعلم او یوشمېر لروپرتو ولسوالیو کې د طبیعي پېښو او جګړو
هلمند کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د نږدې دوو میاشتو پرمهال د شویو اورښتونو او له امله یې د راوتلیو سېلابونو له امله ۲۸کسان مړه او ۴۹ نور ټپیان شوې دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال شېرمحمد وحدت سلاموطندار ته وویل، دغه کسان د تېرو ۵۰ ورځو پرمهال مرکز لښکرګاه ښار او ۱۸ولسوالیو کې مړه او ټپیان شوې دي.
د افغانستان سرپرست حکومت رییسالوزرا محمدحسن اخند د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر پر مړینه خواشیني څرګنده کړې.
د ریاستالوزرا له لوري په دې اړه خپرې شوې خبرپاڼه کې د محمدحسن اخند له قوله ویل شوي چې افغانان د یادې پېښې له امله د زړه له تله غمجن او خواشیني دي.
د ایران ولسمشر ابراهییم رییسي د دغه هېواد په ختیځ کې د چورلکې لوېدو پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ایران دولتي رسنۍ «صداوسیما» د نوموړي د مړینې خبر خپور کړی دی. د عراق، هند او اذربایجان هېوادونو د یادې پېښې له کبله دغه هېواد سره خپله خواشیني ښودلې.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته د چین، ایران، ترکیې، قطر او انګلستان شرکتونو د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت د افغانستان په اتو لویو کانونو کې پانګونه کړې. د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري وايي، د هېواد په کانونو کې پانګونه د افغانستان د اقتصادي ودې لامل کېدای شي.
د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري په برهکي برک ولسوالي کې په لس میلیونه افغانیو دوه ښوونځي بیارغول کېږي.
د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل سیالیو په لړ کې نن د دغه لیګ په ۶۹مه لویه کې پنجاب کنګز لوبډله له سنرایزرز حیدراباد لوبډلې سره سیالي کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن له غرمې وروسته ۰۲:۳۰ بجې د حیدراباد په کورني لوبغالي «راجېف ګاندي کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې پیل شي.
د لوګر د اقتصاد ریاست چارواکي وایي چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د «NAWA» موسسې په مالي ملاتړ له ۱۰۰بېوزله مېرمنو سره د چرګانو مرستې شوې دي.
د یاد ولایت د اقتصاد ریاست مطبوعاتي مسوول جلیلالرحمن ستانکزي سلاموطندار ته وویل چې دغه مرسته د برهکي برک، محمداغې او څرخ ولسوالیو پر ۱۰۰ هغو مېرمنو وېشل شوې چې خورا بېوزله دي.
د ۲۰۳منصوري قولي اردو اړوند څلورمې پلې لېوا چارواکي وايي، کشفي او استخباراتي ځواکونو د لوګر په محمداغې ولسوالي کې ۲۲ مزايل مرمۍ نيولي دي.
د څلورمې پلې لېوا مطبوعاتي مسوول نوروز ځلاند سلاموطندار ته وويل، کشفي او استخباراتي ځواکونو بېګاه شپه د محمداغې ولسوالي په «سرخاب» سیمه کې لرې واټن ویشتونکي ۲۲ مزايل مرمۍ او سل متره ثانيه سوز نيولي دي.
د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل سیالیو په لړ کې نن د دغه لیګ په ۶۷مه لوبه کې ممبی انډیینز لوبډله له لکناو سوپر جاینټز لوبډلې سره سیالي کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن جمعه، مې ۱۷مه، ۰۶:۳۰ بجې د هند د ممبی په «وانکېډه کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.
د خوست د غلامخان بندر کې د کمېسارۍ لپاره د ۲۱میلیونه افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټېاخيستنې ته سپارل شوې.
د یاد ولايت مسوولان وايي «پنجشنبه، غويي۲۷» غلامخان بندر کې يې کمېسارۍ لپاره دوه پوړیزه ودانۍ جوړه کړه چې په عصري او مجهز ډول رغول شوې.
د دایکندي محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د نجونو یوه ښوونځي کې ۱۰۵زدهکوونکې او یوشمېر ښوونکې مسمومې شوې دي.
دغه نجونې د ګېتي ولسوالي د تمران سیمې په «دشتنخود» ښوونځي کې « پنجشنبه، غويي ۲۸مه» مسمومې شوې دي.
کابل کې د چین سفیر جاوشینګ د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر سره لیدنه کې له هغه غوښتي چې د ترانس همالیا غونډه کې ګډون وکړي. محمدعبدالکبیر سره له دې چې ترانس همالیا غونډه کې د ګډون او نهګډون په اړه څه نه دي ویلي، خو د سیمې پرمختګ او ثبات اړوند مسایلو کې یې د سرپرست حکومت پر فعاله ګډون ټینګار کړی دی.
د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتابونو، تاریخي او هنري اثارو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
په جوړ شوي نندارتون کې زرګونه ټوکه دیني، سیاسي، ادبي، ټولنیز او معلوماتي کتابونه، تاریخي او هنري اثار نندارې ته وړاندې شول.
غور کې یوشمېر هغه مېرمنې چې د «ملا او مفصلونو» له درد کړېږي، وايي، که څه هم ډاکټر ته یې مراجعه کړې، خو کلونه کېږي چې له دې ناروغي خلاصون نهلري.
۳۵کلنه خورشید چې د ملا او پښو له درد کړېږي، سلاموطندار سره خبرو کې وايي چې په وار وار یې د یادې ناروِغي درملنې لپاره ډاکټر ته ورغلې، خو اوس هم له دې ناروغي کړېږي.
د میدانوردګ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي چې د کتاب اوونۍ د نمانځنې په لړۍ کې د یاد ولایت په میدانښار کې د کتاب مطالعې دود پراخولو په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شوی.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون