افغانکوریا انسټیټیوټ ته د حرفوي زدهکړو لپاره ۸۰۰ کسان وروپېژندل شول
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له هلمند، فراه او فاریاب ولایتونو کې د ښځو په ګډون ۸۰۰ بېپرسته او بېوزله کسان د حرفوي زدهکړو لپاره افغان کوریا انستیتیوت ته معرفي کړي دي.
دغه کسان نن پنجشنبه، تلې ۱۲مه کابل کې د یادې ټولنې د مسوولانو او نور چارواکو لهخوا دغه انسټیټیوټ ته ورپېژندل شوې دي.