Picture of سلام وطندار

سلام وطندار

معرفی مختصر

د خوړو نړیوال پروګرام: پاکستان سره شخړه خدماتو ته لاسرسی محدودوي

د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام استازي جان ایلیف ویلي، افغانستان لا هم یو له هغو هېوادونو دی چې د لوږې له امله ډېر زیانمن شوی.

هغه نن پنجشنبه یوه ویډیويي کلپ کې ویلي، دا چې د پاکستان پولې ته نږدې شخړې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی محدودوي، ورسره د شدیدې خوارځواکۍ کچه هم لوړیږي.

کونړ ته راستانه شوي ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ دي

دې وروستیو میاشتو کې له پاکستانه د کونړ بېلابېلو سیمو ته زرګونه کورنۍ راستنې شوي. یو شمېر دغه راستانه شوي وايي چې له ګڼو روغتیايي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. دوی وویل، د روغتیايي مرکزونو لرې‌‌والي او د ښځینه ډاکټرانو نه‌شتون د ښځو لپاره جدي ستونزې جوړې کړي.

د اسراییل پوځ: تراوسه پر ایران له ۵۰۰۰ زیات بمونه غورځول شوي

د اسراییل پوځ ویلي چې تر پرون چهارشنبې ورځې یې پر ایران د بریدونو په ترڅ کې له ۵۰۰۰ زیات بمونه غورځولي. اسراییلي رسنیو نن پنجشنبه راپور ورکړی چې د اسراییل بریدونو کې زرګونه ایراني سرتیري وژل شوي. راپور کې راغلي، د اسراییل پوځ د ایران پر وړاندې لږترلږه د یوې یا دوو اونیو نورو عملیاتو پلان لري چې موخه یې د زرګونه نورو اهدافو په نښه کول دي.

د دفاع وزارت ویاند: جګړه کې تراوسه ۱۵۰ پاکستاني ځواکونه وژل شوي

د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي وویل، د جګړې او د ردالظلم عملیاتو له پیل راهیسې تردامهاله د پاکستان شاوخوا ۱۵۰ سرتیري وژل شوي او تر ۲۰۰ پورې ټپیان دي. هغه نن یوې ناستې ته وویل، په دې لړ کې شاوخوا ۴۰ پوستې هم له‌منځه وړل شوي. هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت له لوري جګړه یوازې د دفاع لپاره کېږي.

حمدالله فطرت: د پاکستان بریدونو کې ۱۱۰ ملکي افغانان شهیدان شوي

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن کابل کې یوې غونډې ته وویل، د هېواد پر بېلابېلو سیمو د پاکستان بریدونو کې تردامهاله ۱۱۰ ملکیان شهیدان شوي چې ۶۵ یې ښځې او ماشومان دي.

هغه وویل، دغو بریدونو کې تر ۱۲۰ ډېر ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي چې لویه برخه یې ښځې او ماشومان جوړوي.

د اسلامي امارت پاکستان جګړه؛ یوناما د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو د پایته رسولو غوښتنه کړې او د ملکي تلفاتو او بشري اغېزو د زیاتوالي خبرداری یې ورکړی.
یوناما همدارنګه له ټولو اړخونو غوښتي چې د نړیوال بشري قانون په ګډون د نړیوال قانون تر چتر لاندې خپلو ټولو مکلفیتونو ته غاړه کیږدي او د ملکي وګړو خوندیتوب یقیني کړي.

د ایران جګړه؛ په نړیواله کچه د تېلو او ګازو بیې لوړې شوي

خلیج هېوادونو کې پر امریکايي اهدافو د ایران له بریدونو وروسته، په نړیواله کچه د تېلو او ګازو بیې په چټکۍ سره لوړې شوي.

الجزیرې شبکې نن سه‌شنبه د دلوې ۱۲ / مارچ درېیمه راپور ورکړی چې د قطر دولتي پټرولیم شرکت د خپلو دوو تاسیساتو له برید وروسته د مایع طبیعي ګازو ټول تولید ځنډولی.

پر لبنان د اسراییل بریدونو کې د قربانیانو شمېر ۵۲ ته لوړ شوی

د اسراییل له لوري پر لبنان د شویو بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۲ تنو ته رسېدلی.
د لبنان چارواکو ویلي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د اسراییل بریدونو له امله لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل شوي او ۱۵۴ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، زرګونه لبناني وګړي پر خپل هېواد د اسراییلو د بریدونو له وېرې بې‌ځایه شوي دي.