اقلیمي بدلون روان کال کې ۳۸زره افغانان چې نیمايي یې ماشومان دي، بې‌ځایه کړي

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان تازه خبرداری ورکړی چې اقلیمي ناورینونو په افغانستان کې انساني وضعیت نور هم ترینګلی کړی دی.
دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې څه باندې ۳۸ زره کسان چې نیمايي یې ماشومان دي، د اقلیمي بدلونونو له کبله بې‌ځایه شوي دي.

د ښځو پر کار بندیز؛ «له کله چې بې‌دندې یم، مور او پلار هم ارزښت نه راکوي»

یوشمېر افغان نجونې او ښځې وايي، په هېواد کې له وروستیو سیاسي بدلونونو او د ا.ا له‌خوا د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو لګېدو له کبله یې په کورنۍ او ټولنه کې خپل پخوانی ځای له لاسه ورکړی دی. سلام‌وطندار په دغه راپور کې له ۲۵ هغو نجونو او ښځو سره مرکې کړي چې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. دوی ټولې په کورنۍ او ټولنه کې د خپل ځای د له لاسه ورکولو کیسې کوي.

د سلام‌وطندار راډیو د «امید» خپرونې له لارې د افغان ځوانانو وضعیت ته کتنه

سلام‌وطندار راډیو د لړم په شلمه، د یکشنبې ورځ د «امید» خپرونې له لارې «افغانستان کې د ځوانانو وضعیت ته کتنه» په نوم غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې چې د اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو د استازیو په ګډون د سلام‌وطندار په دفتر کې جوړه شوې وه، د ځوانانو د کاري، زده‌کړه‌يیزو، ټولنیزو او حقوقي ننګونو او لپاره یې د عملي حل‌لارو وړاندې کولو په اړه خبرې وشوې.

پر «روماتېزم» یوشمېر اخته مېرمنې روغتیايي امکاناتو له نه لاسرسي شکایت کوي

پر روماتېزم ناروغي یوشمېر اخته ښځې شکایت کوي چې په روغتونونو، په تېره دولتي هغو کې د دې ناروغي د درملنې امکاناتو ته لاسرسی نه‌لري او وايي، په یادو روغتونونو کې د امکاناتو کمښت او د دوی کمزوری مالي وضعیت لامل شوي چې درملنه یې پاتې شي. د کابل اوسېدونکې شبنم لس کاله کېږي چې پر روماتېزم ناروغي اخته ده. هغه وايي، د پښو او لاسونو سخت دردونه او د وجود د غړیو نه خوځښت یې ځوروي.

امریکا اسراییلو ته د توغندیو ضد وسله ورکوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې هېواد یې د اسراییلو د هوايي دفاعي سېسټم د پیاوړتیا لپاره د توغندیو ضد یوه پرمختللې وسله (ټاډ) دغه هېواد ته ورکوي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې بایډن دا خبره پرون کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه کار د ایران د توغندیزو بریدونو پر وړاندې د اسراییلو د هوايي دفاعي سېسټم د ملاتړ په موخه کوي.

لغمان کې ښځینه معلولانې د زده‌کړو او کار غوښتنه کوي

د لغمان د مرکز مهترلام ښار اوسېدونکې وجیه هغه نجلۍ ده چې د عمر ۲۲م پسرلی یې زرغون شوی، خو سترګې یې کار نه کوي او تراوسه یې هېڅ نه‌دي لیدلي. د هغې دوه ورونه او دوه خویندې هم ړندې دي، خو یوازې دا د مهترلام ښار د نابینایانو په لېسه کې زده‌کړې کوي.

د شانګهای همکاریو سازمان غونډه د ا.ا له استازي پرته په پاکستان کې جوړېږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هېواد به د روانې زېږدیزې میاشتې په ۱۵مه او ۱۶مه د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۳مې سرمشریزې کوربه وي. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، ا.ا دې غونډې ته نه‌دی ور بلل شوی. د خبرپاڼې له ‌مخې، په یاده غونډه کې به د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه پر اقتصادي، سوداګریزو، د چاپېریال اړوند او فرهنګي همکاریو خبرې وکړي.

د تریخي ناروغي په اړه نه پوهاوی؛ یوشمېر ښځې یې له کبله په خپل سر درمل خوري

د تریخي ناروغي په اړه نه پوهاوی او په ښځو کې د دې ناروغي نه تشخیص لامل شوی چې پرې اخته یوشمېر ښځې په خپل سر درمل وخوري. سلام‌وطندار په دغه راپور کې له اوو ښځو سره چې د تریخي پر ناروغي اخته دي، مرکې کړي او دا یې موندلې چې هغوی د معدې او سینه کې د درد او ستړیا له کبله د خپلسرو درملو خوړلو ته مخه کړې او په وینا یې، د معدې درد یې ورسره ارام شوی هم دی.

بادغېس کې دوه ماشومان څاه ته لوېدلي او مړه شوي‎

د بادغېس د امنیې قومانداني د رسنیو دفتر وايي، د دغه ولایت ولسوالي په بالامرغاب ولسوالي کې دوه ماشومان څاه ته لوېدلي او مړه شوي دي.
دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یادو ماشومانو پرون (د تلې ۲۱مه، شنبه) د بالامرغاب په پنیرک سیمه کې د یوې ژورې څاه ترڅنګ لوبې کولې چې ور لوېدلي او مړه شوي دي.

بلوچستان کې د څلورو وژل شویو افغانانو جسدونه افغانستان ته را لېږدول شوي

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وايي، د ډبرو سکرو په یوه کان کې د اوو افغان کارګرو جسدونه یې د هغو کورنیو ته سپارلي دي.
دغه سفارت پرون ناوخته (د تلې ۲۱مه، شنبه) پر اېکس لیکلي چې د څلورو افغان کارګرو جسدونه یې افغانستان ته لېږدولي او د درېوو نورو یې په کویټه کې د هغو کورنیو ته سپارلي دي.

په تیارو کې ژوند؛ د هغو ښځو کیسه چې خپله بې‌سوادي ړوندوالی بولي

سلام‌وطندار له ۳۰ بې‌سواده مېرمنو سره مرکې کړې دي. د دغو مرکو موندنې ښيي چې یادې ښځې د بېلابېلو لاملونو له کبله بې‌سواده پاتې شوې دي. د دغو ښځو له ډلې دیارلسو یې کورني محدودیتونه، نهو یې اقتصادي ستونزې او شپږو نورو د لازمو شرایطو نه برابروالی او جګړه د خپلې بې‌سوادۍ لاملونه ښودلي دي. دوو نورو بیا هېڅ کوم لامل نه‌دی په ګوته کړی.

د غزني ډاکټران: د هغو امېندواره مېرمنو شمېر زیات شوی چې په ناطبیعي ډول ترې وینه بهېږي

په غزني کې د نسايي‌-‌ولادي څانګې یوشمېر ډاکټران وايي، درانه کارونه او په خپل سر د درملو کارول په ناطبیعي ډول د امېندواره مېرمنو د وینې بهېدو لامل کېږي.
یو ډاکټر محمدعاطف نوري وايي، په دغه ولایت کې د امېندواره مېرمنو د ناطبیعي وینې بهېدلو کچه زیاته شوې او لامل یې هم د هغوی له لوري درانه کارونه او په خپل سر د درملو کارېدل دي.

بدخشان کې دوو ټرافیکي پېښو درې کسان مړه او پنځلس نور ژوبل کړي

د بدخشان په تشکان ولسوالي کې او د بهارک ولسوالي او فیض‌اباد ښار پر لویې لارې دوو جلا جلا ټرافیکي پېښو د درېوو کسانو ژوند اخیستی او پنځلس نور یې ټپیان کړي دي.
د بدخشان د امنیې قومانداني ویاند احسان‌الله کامګار وايي، پرون ماسپښین (د تلې ۱۲مه، پنجشنبه) یوه کرولا د دغه ولایت په ارغندکان سیمه کې له سړک نه اوښتی او رغړېدلی دی.

غزني کې د یوه کلینیک د جوړولو چارې پیل شوې

د غزني د عامې روغتیا رییس زرک رنځورمل وايي، د دغه ولایت د جاغوري ولسوالي په انګوري سیمه کې د یوه پرمختللي کلینیک د رغولو چارې پیل شوې دي.
د نوموړي په وینا، یاد کلینیک چې درې‌ پوړه او ۳۰ خونې به ولري، ۴۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او پیسې یې هم د جاغوري ولسوالي د اوسېدونکو له لوري ورکول کېږي.

کاپیسا کې ټرافیکي پېښې یو کس مړ او څلور نور ژوبل کړي

د کاپیسا په مرکز محمودراقي ښار کې یوې ټرافیکي پېښې د یوه کس ژوند اخیستی او څلور نور یې ژوبل کړي دي. د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند عبدالفتاح فایز وايي، یاده پېښه نن سهار (د تلې ۱۳مه، جمعه) د محمودراقي ښار اړوند په شوخي سیمه کې د دوو سراچه‌ ډوله موټرو د ټکر له امله شوې ده.

پر لبنان د اسراییلو د بریدونو دوام؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیروت ته تللی

که څه هم پر لبنان د اسراییلو بریدونه لا هم روان دي او ایران د تېرې سه‌شنبې په شپه شاوخوا ۲۰۰ توغندي پر اسراییلو ور وتوغول، خو د ایران د بهرنیو چار وزیر سیدعباس عراقچي بیروت ته تللی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې عراقچي نن (د تلې ۱۳مه، جمعه) د لبنان له چارواکو سره د خبرواترو په موخه د دغه هېواد پلازمېنې بیروت ته تللی دی.