ناپېژنده وسله‌والو په پروان کې «دوه ورونه» وژلي

د پروان د امنیې قومانداني مسوولان وايي، ناپېژنده وسله‌والو په دغه ولایت کې دوه ورونه وژلي دي.
د دوی په وینا، دا پېښه د مرغومي په پنځمه، د چهارشنبې شپه شاوخوا نهه بجې د جبل‌السراج په مناره سیمه کې شوې ده.

کابل ته د قزاقستان د سوداګریز پلاوي سفر؛ دواړو لوریو د هوکړه‌لیکونو پر عملي کېدو ټینګار کړی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د مرستیال په مشري د دغه هېواد د خصوصي سکټور او سوداګرو ۴۰ کسیز پلاوي کابل ته د خپل درې‌ورځني سفر پر مهال د ا.ا د بېلابېلو وزارتونو له چارواکو سره په جلا جلا کتنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو هوکړه‌لیکونو پر عملي‌کېدو ټینګار کړی دی.

متقي: پاکستان دې سنجول شوی سیاست غوره کړي

نن د مرغومي شپږمه یا پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۵مه کلیزه ده. د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۵مې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته ویلي، پاکستان باید سنجول شوی سیاست غوره کړي. هغه په دې غونډه کې د پکتیکا پر برمل ولسوالي د پاکستان هوايي بریدونو ته په اشارې ویلي، افغانان هېڅکله پر خپلې خاورې یرغل نه ‌مني.

اسراییلو په غزه کې پنځه خبریالان وژلي

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې پر غزې د اسراییلو هوايي برید کې پنځه خبریالان وژل شوي دي.
د الجزیرې خبري شبکې نن (د مرغومي شپږمه، پنجشنبه) د فلسطیني چارواکو له قوله لیکلي چې د اسراییلو پوځ په غزې ښار کې د «القدس» ټلوېزیوني شبکې د خبریالانو موټر په نښه کړی دی.

اوچا: د مرستو په وېش کې د ا.ا لاسوهنه د پروژو د ځنډ او بندېدو لامل شوې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په یوه راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستو د وېش بهیر کې د حکومتي چارواکو لاسوهنې زیاتې شوې دي.
په راپور کې راغلي چې د روان زېږدیز کال په نومبر میاشت کې د دغه بنسټ د مرستو په بهیر کې د حکومتي چارواکو د لاسوهنې ۱۶۴ قضیې ثبت شوي چې له امله یې د دې ادارې ۷۲ پروژې ځنډول شوي او دوه پروژې په بشپړه توګه درول شوې دي.

غزني کې دوو ټرافیکي پېښو ۱۲۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله نثار سلام‌وطندار ته ویلي، بېګاه یو ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی موټر د ګازو له یوه ټانکر سره د دغه ولایت د مرکز اړوند په شهباز سیمه کې ټکر کړی دی. د هغه په خبره، یو بل ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی موټر له یوه باروړونکي موټر سره د غزني د اندړو ولسوالي په ناني سیمه کې ټکر کړی چې د دواړو پېښو له کبله ۴۴ کسان مړه شوي او ۷۶ نور ټپیان دي.

متقي او مردوف د ټاپي پروژې د کار پر چټکوالي خبرې کړي

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر‌خان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په هرات کې د ټاپي پروژې عملي چارې له نږدې کتلې دي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وايي، دواړو لوریو په دې لیدنه کې د ویزو ورکړې پر اسانولو، د اوسپنې پټلۍ لارې تمدید، افغانستان ته د نوري فایبر لېږد او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر لېږدرالېږد خبرې‌ اترې کړې دي.

د اقتصاد وزارت: روان کال په افغانستان کې د نږدې اووه میلیارډه ډالرو پانګونه شوې

د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، د روان لمریز کال له پیل څخه تراوسه بېلابېلو کورنیو او بهرنیو شرکتونو د لس میلیارډه او ۶۵۴ میلیونه ډالرو په ارزښت په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او له دې ډلې له افغانستان سره د پانګونې لپاره د شپږ میلیارډه او ۶۰۰ میلیونه ډالرو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

هرات کې د برښنا پرچاوۍ د زیاتوالي په اړه د خلکو شکایت

د هرات یوشمېر اوسېدونکي د هوا له سړېدو سره هم‌مهاله په دغه ولایت کې د برښنا پرچاوۍ د زیاتېدو په اړه شکایت کوي.
د هرات ښار د بکراباد سيمې اوسېدونکې سيما سلام‌وطندار ته ویلي چې په وروستيو ورځو کې یوه شپه او ورځ کې یوازې له درېوو تر څلورو ساعتونو پورې برښنا لري.

له ایرانه د افغانانو را اېستلو بهیر چټکتیا؛ کډوال: پولیس ناوړه چلن کوي

په ایران کې یوشمېر افغان کډوال او د نورو هېوادونو اوسېدونکي چې په دې وروستیو کې له دغه هېواده شړل شوي، له کډوالو سره د ایراني پولیسو د ناوړه چلن او د اېستلو بهیر د ګړندي کېدو خبر ورکوي.
نوراحمد او نظري دوه هغه افغان کډوال دي چې په ایران کې ناقانونه ژوند کوي وايي، پولیسو په وروستیو ورځو کې د کډوالو د نیولو بهیر چټک کړی او دی ترې پټ کار ته ځي.

یوا‌ن‌ډي‌پي په افغانستان کې د زعفرانو او مېوې ۲۰۰۰ هېکټاره ځمکه جوړه کړې

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مسوولان وايي، د افغان کروندګرو د ملاتړ او د کوکنارو د بدیل کښت لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه یې د مېوو او زعفرانو د کښت لپاره ۲۰۰۰ هېکټاره ځمکه برابره کړې ده. د دغه پروګرام له لارې به له ۶۰ زره افغان کورنیو سره مرسته وشي.

الجولاني پر سوریې د اسراییلو بریدونه د توجیه وړ نه‌دي

د تحریر شام پلاوي مشر ابومحمد الجولاني ویلي چې اسراییل په ښکاره ډول د سوریې له پولو ور تېر شوي او دغه کار یې په سیمه کې نورو نښتو ته لاره هواره وي.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې الجولاني دا خبره پرون کړې او زیاته کړې یې ده چې پر سوریې د اسراییلو د برید لپاره وړاندې شوي دلایل هم د توجیه وړ نه‌دي.

ترکیې له دولس‌کلن ځنډ وروسته په سوریه کې سفارت پرانېست

ترکیې په سوریه کې د بشارالاسد حکومت له سقوط وروسته د دغه هېواد په پلازمېنې دمشق کې خپل سفارت پرانېست.
د ترکیې اناتولي خبري اژانس خبر ورکړی چې په دمشق کې د ترکیې سفارت پرون له دولس‌کلن ځنډ وروسته خپل فعالیت بېرته پیل کړی دی.