
ښځینه پېرودونکو ته اسانتیا؛ هرات کې ګڼشمېر مېرمنې هټۍ لري
د هرات ښار چې له اوږدې مودې راهیسې د دودیزو ټولنیزو جوړښتونو او د ښځو د کار او ټولنیز حضور په اړه د محافظهکارو او محدودو لیدلورو له امله پېژندل کېږي، د ښځو رول په بازار او سوداګرۍ کې، په ځانګړي ډول د پلور دنده، له یوې ساده اقتصادي چارې څخه اوښتې او د ټولنیزو بدلونونو یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده.














