Asset 1SWN

دولتي ادارو کې د حاضرۍ د پلټنې بهیر پیل شو

جریان-کار-qqd5r7u17uawqxyowgn3tu90bebj9ctnij2s5as7m0

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي چې د هېواد په دولتي ادارو کې د چارو ښه‌والي لپاره د کارکوونکو د حاضرۍ د پلټنې او څېړنې بهیر پیل شوی دی.

دغه وزارت نن چهارشنبه، وري ۱۳مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه چاره یې، په ادارو کې د کار ښه‌والي او غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه پیل کړې ده.

وزارت لیکلي: «د کوچني اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو سره سم؛ امارتي ادارو کې د کار د غوره تنظیم او چارو کې د غوره‌والي رامنځته‌کولو لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري په مرکز او ولایاتو کې د ټولو امارتي ادارو د کارکوونکو د حاضرۍ څخه پلټنه او څېړنه روانه ده.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کوچني اختر په مناسبت د درېوو ورځو عمومي رخصتۍ وروسته نن چهارشنبه، په هېواد کې د ادارو رسمي چارې بېرته پیل شوې او یاد وزارت هم د چارو ښه‌والي لپاره پر ادارو د څارنې بهیر پیل کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام