Asset 1SWN

سلام وطندار

د جګړې پای؛ هلمند کې د معلولانو شمېر زیات شوی

20241203_104213

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د اورتوپیدي مرکز مسوول عصمت‌الله قاضي‌زاده وایي، د روان ۲۰۲۴ کال د ډسمبر میاشت پورې هلمند کې د ۱۸زره معلولانو درملنه شوې.

د نوموړي په وینا، د جګړو پای ته رسېدو له امله د قربانیانو شمېر کم شوی، خو د نورو پېښو قربانیان اوس هم زیاتېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 نوموړي وویل: «هغه ناچاودي توکي چې پاتې دي، کله ناکله ماشومان پرې ټپي کېږي او ان ژوند له لاسه ورکوي. سربېره پر دې، موږ ته د هلمند ترڅنګ د کندهار، زابل، روزګان، نیمروز او دایکندي ولایتونو ناروغان هم مراجعه کوي.»

نوموړي زیاته کړه چې د مرکز له‌خوا معلولانو ته مصنوعي غړي جوړ شوي او ځینو ته د حرکت اسانتیا لپاره ولچرونه هم ورکړل شوي دي.

تصویر: سلام‌وطندار

د دغه مرکز د اورتوپیدي برخې ډاکټر محمدکریم ژوند وایي، د جګړې قربانیانو تر څنګ، د نورو روغتیايي ستونزو له امله هم د معلولانو شمېر زیات شوی دی.

هغه وویل: «زموږ خدمات یوازې د جګړې قربانیانو لپاره نه دي، بلکې د پولیو وهلي، د مغزي فلج، د وینې لوړ فشار او د ترافیکي پېښو قربانیان هم پکې شامل دي. هر ډول ناروغان چی موږ ته مراجعه کوي، موږ د امکان تربریده  امکانات ورته  برابروو.»

هلمند کي معلولان د دغه مرکز له فعالیتونو خوښ دي. اغاګل چې د جګړې له امله فلج شوی، د درملنې د اسانتیاوو ستاینه کوي. «پټي کې مې کار کاوه، ټپي شوم، دواړه پښې مې فلج دي. د دې حالت له امله ډېر کړیږم.»

نوراحمد فرقاني چې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې معلول شوی دی. دی وايي: «اوس جګړه ختمه شوې، خو زه په یوې  چاودنه کې ټپي شوم  دواړی  پښې او سترګې  مي له لاسه ورکړې دي.»

تصویر: سلام‌وطندار

د معلولانو نړیواله ورځ د دې لپاره ځانګړې شوې چې د خلکو پوهاوی زیات شي او معلولان د ټولنیز ژوند په ټولو برخو کې فعاله ونډه ولري.

افغانستان کې د جګړې د اوږدې مودې ترڅنګ، د نورو پېښو او ناروغیو له امله هم معلولیت یوه ستره ننګونه بلل کېږي. که څه هم جګړه پای ته رسېدلې، خو لا هم د ناچاودو توکو، ترافیکي پېښو او روغتیايي ستونزو له امله د معلولانو شمېر پر زیاتېدو دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سره صلیب نړیواله کمېټه د دې ستونزې د کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او معلولانو ته مصنوعي غړي، ول‌چرونه او د درملنې نورې اسانتیاوې برابروي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام