د کونړ سیمهییز مسوولان وایي چې ناپژنده وسلهوالو نن له غرمې مخکې د دغه ولایت په نرنګ ولسوالي کې پر یو موټر ډزې کړي چې په پایله کې څلور تنه وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجيب الله حنيف وايي دا پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځ ته شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وايي، امنيتي ځواکونو د پېښې له ځای څخه يو بريدګر هم په ټپي حالت کې نيولى دى.
په همدې حال کې د کنړ ځايي اوسېدونکي وايي چې په دې پېښه کې د اسلامي امارت منسوبینو ته هم زیان اوښتی.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس هم د اسلامي امارت منسوبینو ته اوښتى زیان مني خو په دې اړه یې نور جزیات ورنکړل.