د جرمني یوې خیریه موسسې او د ایټالیا ساحلي ساتونکو ویلي، د دغه هېواد په سوېليسواحلو کې د دوو کښتیو د ډوبېدو پېښه کې لسګونه افغان، ایراني او کردي پناهغوښتونکو ته مرګژوبله اوښتې.
پېښه کې د ۱۱ کسانو مړي له اوبو راایستل شوي او ۵۱ نور هم چې د ډوبېدو په حال کې ووؤ ژغورل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ځینو راپورونو له مخې، د کښتیو د ډوبېدو په پېښه کې د لږ تر لږه ۵۰ نورو کسانو مړی او ژوندی ورک دی.
د ایټالیا ساحلي ګارډ ویلي، د کالابریا سیمې په ۲۲۰ کیلومترۍ کې یوه بېړۍ په ډوبو شویو پناهغوښتونکو پسې ګرځي.
د ملګروملتونو د کډوالو د موسسې “آیاوایم” په وینا، له ۲۰۱۴م کال راهیسې ۲۳۵۰۰ پناه غوښتونکي په مدیترانه سمندرګي کې مړه یا تري تم شوي دي.
له دې وړاندې هم اېټالیا کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله د افغانانو په ګډون لسګونه کسان مړه او ځینې یې بیا ژغورل شوي وو.