Asset 1SWN

د ځوانانو د هدف لرلو کچې ارزونه؛ ۶۰.۹سلنه ځوانان ژوند کې مشخص هدف لري

سروی هدف پشتو-05

د مسلې بیان

افغانستان کې ځوانان له بېلابېلو اقتصادي، ټولنیزو او تحصیلي ننګونو سره مخ دي چې کولای شي، د دوی پر هیلو او هدفونو اغېز ولري. دغه نظرپوښتنه، د ځوانانو د هدف لرلو  کچې ارزونې، د هدف احتمالي نه‌لرو لاملونو او د زده‌کړو، اقتصادي او ټولنیزو شرایطو سره یې ارتباط په تړاو شوې. ځوانان چې د یوې ټولنې او هېواد د پرمختګ اصلي ځواک بلل کېږي، په سمه د دوی د هدفونو او ننګونو پېژندنه کولای شي، د سیاستونو تنظیم او حمایتي پروګرامونو لپاره ګټور واوسي.

نظرپوښتنه کې دا موضوع څېړل شوې چې د افغانستان ځوانان ژوند کې کومې موخې او هدفونه لري او کوم لاملونه کولای شي، د دې هدفونو پر ټاکلو، یا نه ټاکلو اغېز ولري.

د څېړنې مخینه

که څه هم د افغان ځوانانو  د هدفونو په اړه  د ځینو بنسټونو له‌خوا څه نا څه علمي کارونه شوي او راپورونه خپاره شوي، خو په مشخصه توګ د رسنیو له لوري په اماري توګه څېړنه نه‌ده شوې، هغه څه چې هڅه کېږي، دې څېړنه کې به په هراړخیز ډول وڅېړل شي.

د څېړنې اصلي پوښتنې

  1. څو سلنه ځوانان په ژوند کې مشخص هدفونه لري؟
  2. ژوند لپاره د ځوانانو اصلي هدفونه څه دي؟
  3. څه لامل کېږي چې ځینې ځوانان ژوند کې مشخص هدفونه ونه‌لري؟

د څېړنې هدفونه

  1. د هدف لرو په اړه د ځوانانو وضعیت ارزونه
  2. د هغه موضوعاتو بیانول چې لامل کېږي، ځوانان هدف ونه‌لري
  3. ژوند کې د هدف نه‌لرو څرنګوالی
  4. د هغو ځوانانو شمېرې چې ژوند کې هدف لري او نه‌لري

د څېړنې نېټه

دغه څېړنه د ۲۰۲۴کال د مې میاشتې له ۲۳مې د همدې کال د جون میاشتې تر څلورمې نېټې شوې.

د څېړنې ننګونې

د دې څېړنې د بهیر پرمهال له لاندنیو ننګونو او خنډونو سره مخ شوي یوو!

  1. د دې نظرپوښتنې پرمهال ځوانان په ځانګړې توګه نجونې ځوان ویلو ته نه‌حاضرېدې
  2. ډېری ګډونوالو «ځوانان» د هدف او هیلو ترمنځ توپیر نه‌شوای کولای
  3. ډېری ځوانانو د دې نظرپوښتنې پوښتنو ته د ځواب‌ویلو انګېزه نه‌درلوده

د څېړنې متغیروونه

هدف، ځوانان او راتلونکې

د راپور لنډیز

سلام‌وطندار د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې له ۳۰۵ ځوانانو «نجونو او هلکانو» سره مرکې کړې چې څه باندې ۶۰.۹سلنه یې د ژوند بېلابېلو برخو کې مشخص هدفونه لري او څه باندې ۳۹.۱سلنه یې بیا راتلونکې ته د ناهیلۍ له کبله له خپلو هدفونو لاس په سر شوي او ځانونه بې‌هدفه ځوانان بولي.

د دې سروې ګډونوال د عمر بېلابېلو کچو کې دي چې ډېری یې له ۲۰ تر ۲۵کلونه عمرونه لري او د دې سروې د ګډونوالو ۴۵.۹سلنه برخه جوړوي.

د ګډونوالو د زده‌کړو کچه هم توپیر لري چې ډېری، هغه یې، لومړنۍ زده‌کړې لري او ۴۲.۶سلنه دي. د سروې ۷.۵سلنه هم نالوستې دي. د سروې ۵۸سلنه ګډونوال ښځې او ۴۲سلنه یې نارینه دي.

یاده نظرپوښتنه د هېواد په ۱۲ ولایتونو شوې چې جوزجان د ۱۹.۳۴سلنه ګډونوالو په لرلو ډېر او تخار د ۴.۳سلنه ګډونوالو سره درلودو، تر ټولو لږ شمېر ګډونوال لري.

بشپړ راپور

سلام‌وطندار د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ۳۰۵ نجونو او هلکانو ترمنځ ژوند کې د هدف لرلو کچې ارزونې په موخه نظرپوښتنه کړې.

یاده نظرپوښتنه د هېواد په ۱۲ ولایتونو شوې چې جوزجان د ۱۹.۳۴سلنه ګډونوالو په لرلو ډېر او تخار د ۴.۳سلنه ګډونوالو سره درلودو، تر ټولو لږ شمېر ګډونوال لري.

په دې نظرپوښتنه کې د ځوانانو جنسیت او سواد کچه هم ارزول شوې چې ۵۸سلنه یې نجونې او ۴۲سلنه یې نارینه دي.

د سروې ۴۲.۶سلنه ګډونوال زده‌کوونکي، ۳۲.۷سلنه لېسانس، ۱۷سلنه له دولس ټولګي فارغ او ۷.۵۴سلنه هم نالوستې دي.

د سروې ۴۵.۹سلنه ګډونوال له ۲۰ تر۲۵کلونو عمر لري، ۳۰.۱۶سلنه، د ۱۰ او ۲۰ کلونو ترمنځ، ۱۳.۱۱سلنه د ۲۵ او ۳۰ کلونو ترمنځ عمر لري او له ۳۰ تر ۳۵کلونو هم ۱۰.۸۱سلنه ګډونوال دي.

د سروې پایلې ښيي چې د سروې ګڼ‌شمېر ګډونوال ژوند کې مشخص هدفونه لري چې څرګندوي، تحصیلي او شغلي وضعیت ښه‌والي لپاره لېوالتیا لري. په همدې حال کې د پام وړ یو سلنه ځوانان راتلونکې ته د هیلو نه‌لرلو له امله، ژوند کې بې‌هدفه دي. دغه موندنې د دې ښکارندوینه کوي چې راتلونکې ته د هیله‌مندۍ لوړولو لپاره ځوانانو ته د ټولنیز او اقتصادي ملاتړ اړوند فرصتونو رامنځته کولو ته اړتیا ده. زده‌کړو ته پام او د شغلي مهارتونو لوړول، د بې‌هدفۍ کچې راټیټولو او د ځوانانو هیله‌مندۍ  او انګېزې لوړولو  لامل کېږي.

د سروې وړاندیزونه

  1. ځوانانو ته په ځانګړې توګه د هېواد لروپرتو سیمو کې ځوانانو ته د تحصیلي او ښوونیزو پروګرامونو او بورسیو برابرول او معیاري زده‌کړو لپاره د ښوونیزو مرکزونو پراختیا
  2. د کار بازار اړوند ښوونیزو او کاراموزۍ دورې رامنځته کول او دولتي او خصوصي سکټور سره په همکارۍ  ځوانانو ته د شغلي فرصتونو برابرول.
  3. په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د مسلک او اکاډمیکو مشورو ورکولو خدمتونه چمتو کول، څو د مناسب مسلک او تعلیمي اهدافو او لارو په ټاکلو کې د ځوانانو سره مرسته وکړي او د لارښوونې پروګرامونه رامنځته کړي چې ځوانان په مختلفو برخو کې بریالي خلکو سره ونښلوي.
  4. د تعلیمي سرچینو او معلوماتو رامنځته کول او وېش چې د ځوانانو سره د اهدافو په ټاکلو او د دوی راتلونکي لپاره پلان کولو کې مرسته کوي او نلاین پلیټ فارمونه او ډیجیټل کتابتونونه رامنځته کوي چې ځوانانو ته اجازه ورکوي، تعلیمي سرچینو ته لاسرسی ومومي.
  5. د پرمختیایي پروګرامونو پلي‌کول چې د هېواد ټولنیز او اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې مرسته وکړي او ځوانانو ته د ښه راتلونکي لپاره امید ورکړي، د ژوند کیفیت لوړ کړي او د ځوانانو لپاره خوندي او باثباته چاپېریال رامنځته کړي، څو د بې‌هدفۍ احساس کم کړي او وده وکړي.
  6. د دې وړاندیزونو په پلي‌کولو سره، دا ممکنه ده چې د ځوانانو په ژوند کې د هدف ټاکلو وضعیت ښه کولو کې مرسته وکړي او د دوی د ودې او پرمختګ لپاره بنسټ چمتو کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام