د کاپیسا سیمهییز مسوولان وايي، د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ د جنایي جرمونو د مبارزې مديريت د کشف امر مستقیمخان ترور شوی دی.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول شایق شورش سلاموطندار ته وايي، دغه امر نن وروسته له غرمې خپل کور سره نږدې د موټرسايکل سپرو وسلهوالو طالبانو له لوري ووژل شو.
د نوموړي په وينا، دغه پېښه د محمود راقي ښار لومړۍ امنيتي حوزې «سيدخان کلا» سيمه کې شوه ده.
شورش زياتوي، په دې پېښه کې د کاپيسا د امنيې قومندانۍ د جنایي جرمونو د مبارزې مديريت د کشف امر وژل شوی او ورور يې ټپي دی.
په ورته وخت کې یو شمېر امنیتي سرچینو سلاموطندار ته وويل، بريدګر د طالبانو کسان وو چې له پېښې وروسته د سيمې د اوسېدونکيو له لوري وژل شوي او جسدونه يې په ونه کې راځوړند کړي دي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.