Asset 1SWN

سلام وطندار

انتونیو ګوترش: روژه د یوالي، مرستو او هیلو میاشت ده

DeRZjvjJ1js78XmE

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د روژې په رانږدې کېدو سره یوه پیغام کې ویلي، روژه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو لپاره د تفکر، عبادت او د دُعا سپېڅلې موده ده.

ملګرو ملتونو نن شنبه د دلوې ۲۵ / فبروري ۱۴ پر خپله ویب‌پاڼه د ګوترش په خبره لیکلي چې روژه د هیلو او سولې د یوه سپېڅلي لیدلوري استازیتوب کوي، خو د بشریت یوه برخه لا هم له دغه لیدلوري لرې پاتې ده.

د هغه په وینا، افغانستان، یمن، غزې، سوډان او ځینو نورو سیمو کې خلک د جګړو، لوږې، بېځایه کېدو، تبعیض او ګڼو نورو کړاوونو سره مخ دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ګوترش په دغه ډول شرایطو کې د روژې په پیغام ټینګار کړی او زیاته کړې: «راځئ واټنونه کم، کړاو سره مخ کسانو ته مرستې او هیلې ورسوو او د انسان د حقونو او کرامت د خوندیتوب لپاره هڅې وکړو.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي هیله څرګنده کړې چې د روژې سپېڅلې میاشت ټول وهڅوي، څو په ګډه د ټولو لپاره د یوې سوله‌ییزې، سخي او عادلانه نړۍ جوړولو لپاره کار وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام