Asset 1SWN

لوګر کې پر څلور زره مالدارو د حیواني خوراکې ماشینونه ووېشل شول

۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۲۲۲

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې د ملګروملتونو د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام (FAO) په مالي ملاتړ د راتلوونکو نسلونو موسسې (FGA) په تخنیکي همکارۍ د درې ولسوالیو پر څلور زره مالدارو د حیواني خوراکې برابرولو ماشینونونه ووېشل شول.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس عبدالرووف سعید وویل، دغه ماشینونونه د بره‌کي برک، څرخ او خوښۍ ولسوالي پر شاوخوا څلور زره مالدارو ووېشل شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، له دغې مرستې څخه موخه له مالدارۍ څخه ملاتړ او عصري کول دي.

ده وویل، د پخوا په پرتله په لوګر کې مالدارۍ د پام وړ پرمختګ کړی ده او کرنې او مالدارۍ ریاست هڅه کوي مالدارانو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د بره‌کي برک ولسوالي یوه مالدار رسول‌ګل سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري ورسره د مالدارۍ لپاره د خوراکې برابرولو ماشینونو مرسته وشوه.

نوموړي زیاته کړه، دغه مرسته د بره‌کي برک، څرخ او خوښۍ ولسوالي د مالدارانو له ۴۰ ګروپونو سره شوې او له دې وروسته مالداران د خوراکې برابرولsو برخه کې له ستونزو خلاص شول.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

لوګر پلازمېنې کابل ته څېرمه پروت کرنیز ولایت دی چې ډېری اوسېدونکي یې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دې او له دې لارې د ژوند اقتصادي چارې سمبالوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام