Asset 1SWN

سلام وطندار

غزني کې په څه باندې څلور میلیونه افغانۍ د اوبورسولو شبکه جوړه شوه

89d2d15b-7fd9-483d-b7ac-49e03141c7ce

غزني کې محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو د اوبو رسولو شبکه جوړه او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې.

د اوبو رسولو دغه شبکه د مرکز غزني ښار اړوند «د ‌سلطان محمود غزنوي روضه» کلي کې جوړه شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د داکار موسسې مرکزي زون مسوول صلا‌الدین صافی سلام‌وطندار ته وايي چې د یادې شبکې د جوړېدو لګښت ډاکار موسسې ورکړی او په وینا یې، څلور میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

هغه زیاته کړه چې د اوبو رسولو دې شبکې څخه به ۹۰۰ کورنۍ ګټه واخلي. دغه شبکه په لمریزې برښنا هم سمبال ده.

د سیمې اوسېدونکي هم د اوبو رسونې شبکې له جوړېدو خوښ دي او وايي، له دې وړاندې یې، پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌‌درلود.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یاد کلي قومي مشر محمدجاوید سلام‌وطندار ته وویل چې د پاکو اوبو نه‌لاسرسي له امله به ډېری خلک پر ناروغیو اخته‌کېدل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام