Asset 1SWN

اوزبکستان کې د افغانستان کورنیو محصولاتو نندارتون پرانېستل شو

۰۰۰۰۰۰۰۰۸۸۸۸۷

د افغانستان د کورنیو محصولاتو او تولیداتو نندارتون نن «سه‌شنبه، چنګاښ ۱۲مه» د اوزبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پرانېستل شو چې تر راتلونکې جمعې به دوام وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د خصوصي سکټور د یوه پلاوي په مشرۍ دغه نندارتون کې د ګډون په موخه اوزبکستان ته تللی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي، یاد نندارتون کې به د افغانستان ۲۵۰ سوداګر او صنعت‌کاران خپل محصولات او تولیدات «غالۍ، لاسي صنایع او وچې مېوې» نندارې ته وړاندې کړي.

نوموړي وویل: «شپږ میاشتې کېږي چې اوزبکستان سره د دې نندارتون پر جوړولو اړیکه کې و او یو پروګرام مو جوړ کو چې دې نندارتون کې زموږ د سوداګرو ۲۵۰ غرفې دي.»

یوشمېر هغه سوداګر چې دغه نندارتون کې یې ګډون کړی، د خپلو محصولاتو لپاره د بازارموندنې په موخه د دا ډول نندارتونونو جوړول ګټور بولي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مهمند وايي، دغه نندارتون به د افغانستان د کرنیزو محصولاتو، تولیداتو او لاسي صنایعو د پلور لپاره ښه بازار موندنه وکړي.

هغه وویل: «موږ خپله هلته نندارتون لور او موږ خپل تولیدات او کرنیز محصولات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړې دي. دې نندارتون کې تاسو ته ډاډ درکوو چې دا به له پخوانیو هغو ښه وي.»

د اوزبیکستان تاشکند ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو د څلور ورځني نندارتون ګډونوال نصیر رشتیا هيله څرګنده کړه چې افغان سوداګر به د دغه نندارتون له لارې د ازبکستان له سوداګرو سره دغه هېواد ته د صادراتو په برخه کې هوکړه ليکونه لاسليک کړي.

نوموړي وویل: «هیلې دې ته دي چې موږ اوزبکستاني سوداګرو سره هوکړې ولرو او له دې لارې وکولای شو چې اوزبکستاني سوداګرو سره خپل صادرات لوړ کړو.»

ټاکل شوې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د دغه نندارتون په څنډه کې د «سوداګریزو تواصل» په کنفرانس کې هم ګډون وکړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو توکو راکړه ورکړه په تېر ۲۰۲۳ میلادي کال کې زیاته شوې وه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، تېر ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲۶۶ میلیون ډالرو ته رسیږي، په داسې حال کې چې ۲۰۲۲ کال کې بیا دغه کچه ۴۴ میلیون ډالرو ته رسېده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام