Asset 1SWN

افغانستان کې د اسټرالیا د جنګي جرمونو افشا‌کوونکی په ۶کاله بند محکوم شو

r0_0_800_600_w800_h600_fmax

د استرالیا د پوځ پخوانی وکیل ډېوېډ مک‌براېډ په افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو د جنګي جرمونو په تړاو د معلوماتو د افشا‌کولو په تور په پنځه کاله او اته میاشتې بند محکوم شوی دی.

د ډېوېډ مک‌براېډ ملاتړو له اوږدې مودې راهیسې اندېښنه درلوده چې د اسټرالیا حکومت د دې پرځای چې پر جنايي جرمونو تورن سرتیري محکمه کړي، نوموړي ته د سزا ورکولو لېوالتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نړیوال عدالت لپاره د اسټرالیا مرکز اجرايي رییس راوان عراف د یاد هېواد د حکومت دغه پرېکړه «خندونکې» بللې.

نوموړي په یوه بیان کې ویلي: دا ډېره خندونکې ده چې افغانستان کې د اسټرالیا د جنګي جرمونو افشا‌کوونکی بندي کېږي، نه هغه څوک چې جرم یې کړی دی.»

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، مک‌براېډ به د ۲۰۲۶کال د اګست تر ۱۳مې په زندان کې وي، څو له هغه وروسته د مشروطې ازادي حق ترلاسه کړي.

هغه نن سه‌شنبه، سهار د اسټرالیا کنبیرا کې د یاد هېواد سترې محکمې ته ورغی چې ملاتړ کوونکي یې هم ورغلي وو.

دغه پخوانی پوځي وکیل له اوو کلونو وروسته له هغې پر بند محکومېږي چې د اسټرالیا اې‌بي‌سي خبري شبکې د افغان قضیو په نوم د اوو  مقالو یوه ټولګه خپره کړې چې د مک‌براېډ له لوري چمتو شوې وه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له هغه وروسته بیا د مک‌براېډ خپورو شویو مقالو په اړه څېړنې وشوې او د اسټرالیا حکومت هم افغانستان کې د دغه هېواد د پوځیانو جنګي جنایتونه تایید او یو سرتېری یې په‌کې ګرم وباله، خو د نوموړي محکمه د روان میلادي کاله پورې ځنډول شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام