Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د «سنځل ګل دودیزه» کلنۍ مشاعره جوړه شوه

مشاعره

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري تېره شپه «چنګاښ اووه» د دغه ولایت په مرکز پل‌علم «ورزشي سټېډیوم» کې د سنځل ګل دودېزه او عنعنوي ۱۸مه مشاعره د سلګونه شاعرانو او د شعر  مینه‌والو په ګډون جوړه شوه.

جوړې شوې مشاعرې ته د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ریيس رفېع‌الله صمیم وویل، سږکال سنځل ګل دودیزه او عنعنوي مشاعره کې د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست په ګډون د یوشمېر وزارتونو مرستیالانو، والیانو او د پلازمېنې کابل په ګډون د شاوخوا لس ولایتونو شاعرانو، لیکوالانو او زرګونه مینه‌والو ګډون کړی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

جوړې شوې مشاعرې ته د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست خیرالله خیرخواه وویل، اوس هېواد کې امنیت ټینګ شوی، شاعران او لیکوالان کولای شی چې په ډاډه زړه په مشاعرو او ادبي غونډو کې ګډون وکړي.

نوموړي زیاته کړه، د پخوا په پرتله په هېواد کې ادبي هڅو په ځانګړې توګه شعر شاعرې د پام وړ پرمختګ کړی او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د شاعرانو د روانو فعالیتونو ملاتړ او هرکلی کوي.

جوړې شوې مشاعرې ته د هېواد په کچه مشهورو شاعرانو، مطیع‌الله تراب، محمدعلیم بسمل، عبدالحکیم سجاد، محمدطاهر بهار، صداقت نیازي، اسرارالله حسن‌زی، خان محمد پېښوري، اکرام‌الدین مفتون، جاوید دلدار، بشیراحمد احمدي، مولوی خنجري، ملا اسدالله حنفي، نذیر احمد زاهد، جهانزیب جوهر ترڅنګ یو شمېر نورو شاعرانو او لېکوالانو د سنځل ګل، د هېواد سیاسي وضعیت او د خلکو ستونزې د شعر او غزل پر ژبه له ګډونوالو سره شریک کړل.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې لوګر کې هرکال د سنځل ګل دودیزه او عنعنوي مشاعره د سنځلې ګل له سپړېدو سره سمه جوړېږي چې د افغانستان د ګڼو ولایتونو شاعران او فرهنګیان هم په کې ګډون کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام