Asset 1SWN

له جرمني څخه یو افغان په ۷ ورځو کې په موټرسایکل افغانستان ته راغلی

۱

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي چې د محمدمنصور څاروان په نوم یوه افغان له جرمني څخه افغانستان ته په موټرسایکل راغلی دی.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رییس رفېع‌الله صمیم سلام‌وطندار ته وویل، محمدمنصور څاروان له اته کاله ځنډ وروسته له جرمني څخه افغانستان ته په موټرسایکل راغلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

صمیم زیاته کړه، سرپرست حکومت له واک ته رسېدو سره سم په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی او هر افغان کولای شي چې په ډاډه توګه خپل هېواد ته سفر وکړي.

محمدمنصور څاروان سلام‌وطندار ته وویل، له جرمني څخه د موټرسایکل په وسیله په ۷ ورځو کې خپل هېواد ته رسېدلی دی.

نوموړي زیاته کړه: «له اوږدې مودې راهیسې مې دا هیله لرله چې خپل هیواد ته د ځمکې له لارې په موټرسایکل سفر وکړم او د هیواد بېلابېلې سیمې وګورم او نېکمرغه دغه ارمان مې پوره شو.»

څاروان په نورو بهر مېشتو افغانانو غږ وکړ چې خپل هېواد ته سفر وکړي او له خپلو کورنیو او افغانانو سره په ډاډه توګه لیده کاته وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې محمد منصور څاروان د لوګر محمداغې ولسوالي اصلي اوسېدونکی او له نن څخه کابو ۸ کاله وړاندې جرمني کې مېشت شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام