Asset 1SWN

امیرخان متقي: ګاونډیان دې د افغانستان لپاره چپه خوبونه نه‌ویني

امیر خان متقي 33

بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۶مې کليزې نمانځغونډه کې وویل، هغه کسان چې په خپلو هېوادونو کې د اسلامي امارت پر غونډې رابولي، باید پوه شي چې د دوی له لوري د کيندل شوي کوهي پر لاره به د دوی هم کار شي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متفي وايي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې، د هېواد لپاره چپه خوبونه نه‌ويني او دا نظام له ډېرو تجربو وروسته جوړ شوی دی.

امیرخان متقي پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، همداراز وویل چې ګاونډیان او هېوادونه دې، له تېرو تجربو درس واخلي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


متقي ټينګار وکړ «هر کله چې د وخت حاکمانو د ولس هيلې او غوښتنې په نظر کې نه دي نيولې او د انقلاب اصلي موخې يې تر پښو لاندې کړی دي، نو په سخت سرنوشت اخته شوي او د ولس له سختې کرکې سره مخ شوي دي.»

هغه زیاته کړه چې هر څوک چې ګاڼي راولي او غونډې کوي، د ده په وینا دا به د دوی پر زیان تمام شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام