Asset 1SWN

سلام وطندار

امیرخان متقي خپل ترکي سیال سره لیدلي

F9sgpxQXAAA4rg4

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي وزیر امیرخان متقي ترکیې ته د سفر پرمهال له خپل سیال هاکان فیدان سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې متقي په دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، سوداګرۍ او یوشمېر نورو موضوعاتو بحث او خبرې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د یادې لیدنې پر مهال دواړو لوریو راتلونکي کې د ورته ناستو پر جوړېدو ټينګار وکړ او هیله‌ یې څرګنده کړه چې دغه ناستې دې دوام پیدا کړي.

بل‌خوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان امیرخان متقي سره لیدنه کې ویلي چې افغانستان کې باید وسله‌وال مخالفت شتون ونه‌لري.

نوموړي ژمنه وکړه چې ترکیه به د افغانستان سرپرست حکومت سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي او دې برخه کې یې خپل چمتووالی وښود.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همداراز ترکیې ته د خپل سفر پر مهال دغه هېواد کې مېشت افغان زده‌کړیالانو، علماوو، سوداګرو او قومي مشرانو سره هم ناسته درلوده.

امیرخان متقي د روانې اوونۍ په پیل کې ترکیې ته تللی چې د یاد د چارواکو سربېره یې مېشت افغانانو سره هم کتنې او غونډې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام