د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سولې او سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمېري ډيکارلو سره لیدلي.
د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کتنه کې دواړو لوريو د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل او د دوحې پروسې ناستو په تړاو هراړخيز بحثونه وکړل.
امیر خان متقي ټینګار کړی چې نه یوازې د خصوصي سکتور د ملاتړ، بلکې د بشري مرستو لپاره اړینه ده چې د افغانستان په بانکونو محدودیتونه لرې او د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ آزادې شي، څو خصوصي سکتور د هېواد د اقتصادي ودې لپاره په عادي ډول فعالیت وکړی شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
آغلې روزمېري ډيکارلو د دوحې پروسې تر چتر لاندې د دوو کاري ګروپونو (له مخدره توکو سره د مبارزې او د خصوصي سکتور د ملاتړ) اړوند د خپلې همکارۍ یادونه وکړه او یادې ناستې یې د ټولو په ګټه وبللې.
هغې هیله څرګنده کړه چې د یادې پروسې په نورو موضوعاتو کې هم ګډ کار ته زمینه برابره شي.
همدارنګه دواړو لوریو د دا ډول ناستو د زیاتوالي او د اړیکو د لا پراختیا هیله څرګنده کړه.