Asset 1SWN

سوریه او عراق کې د امریکا د بریدونو پرمهال نږدې ۴۰کسان وژل شوي

======-۰۰۰

امریکايي ځواکونو په سوریه او عراق کې د ایران انقلابي ګارډ «IRGC» او د دغه هېواد له ملاتړه برخمنو وسله‌والو ډلو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړې دي.

رویټرز خبري اژانس نن «یکشنبه فبرورۍ څلورمه» راپور ورکړی چې یادو هېوادونو کې د ایران سپاه پاسداران او ایراني‌ پلو ډلو پر ۸۵ اهدافو بریدونه شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه بریدونه چې غچ‌اخیستونکي بلل شوي، تراوسه د نږدې ۴۰ کسانو د وژنې پخلی په‌کې شوې دی.

له هغه وخت راهیسې چې د ایران له ملاتړه برخمنې یوې وسله‌والې ډلې اردن کې د امریکا پر یوې اډې برید وکړ، دا لومړی ځل دی چې امریکا یې په ځواب کې هوايي بریدونه کوي.

څه باندې یوه اوونۍ وړاندې اردن کې د امریکايي ځواکونو پر اډې د وسله‌والو برید کې درې امریکايي سرتېري ووژل شول او شاوخوا ۲۵ نور ټپیان شوي وو.

د رویټرز خبري اژانس په راپور کې همداراز ویل شوي چې ښايي راتلونکو ورځو کې ورته بریدونه نور هم زیات شي، خو ایران بیا دا بریدونه د امریکا تېروتنه بللې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په دې اړه ویلي: «دا بریدونه د امریکا یوه بله لویه او ستراتیژیکه تېروتنه ده چې پایله به یې یوازې د کړکېچ او بې‌ثباتۍ لامل شي.»

عراق کې د یاد برید له امله د امریکا سفیر احضار شوی او په دې اړه یې ورته رسمي شکایت کړی دی. د عراق د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي: «عراق یو ځل بیا دا تکراروي چې نه‌غواړي ځمکه یې د قدرتونو او هېوادونو د جګړې مرکز وي او هېوادونه دلته حساب او کتاب وکړي او خپل ځواک نندارې وړاندې کړي.»

د عراق حشد‌العشبي ډله چې د ایران ملاتړ له ځان سره لري، په د امریکايي ځواکونو په بریدونو کې د خپلو ۱۶ وسله‌والو د وژنې پخلی کوي.

 بل‌خوا سوریه کې هم ۲۳ کسان د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې بریدونو سره سره د امریکا د دفاع وزارت «پنټاګون» په یوې خبرپاڼه کې ویلي، نه غواړي ایران سره په جګړه کې ښکېل شي او په وینا یې، دوی باور لري چې ایران هم جګړه نه‌غواړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام