Asset 1SWN

سمنګان کې د بادامو حاصلات ۲۰سلنه زیات شوي

بادام

د سمنګان د کرنې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرکال په پرتله سږکال د بادام حاصلات ۲۰سلنه زیات شوې دي.

د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر عبدالخلیل کریمي وايي، د یاد ولایت د مرکز، حضرت‌سلطان، خُرم او سارباغ ولسوالیو بڼوالو سږکال ۲۲۸۰ ټُنه بادام راټول کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، تېرکال مرکز او یادو دوو ولسوالیو کې د  ۱۸۲۴ ټُنه بادامو حاصلات ټول شوي وو چې د سږني کال راټول شوي بادامو شمېر ۲۰سلنه زیاتوالی ښيي.

د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر عبدالخلیل کریمي په وینا، دغه ولایت کې پر ۵۱۲۴ هکټاره ځمکه د بادام باغونه شتون لري چې هر کال د اقلیمي بدلون له کبله یې، ونو ته زیانونه اوښتي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

سمنګان هېواد کې د بادامو د بېلابېلو ډولونو له امله خورا مشهور دی چې «ستاربایی، شکوربایی، قمبري، خیرالدیني، سوهاني، عبدالواحدي، مروجه او نور یې، د خوند او کیفیت له اړخه ډېر مینه‌‌وال لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام