Asset 1SWN

سومالیا کې د الشباب برید؛ شاوخوا ۳۲ کسان وژل شوي او ۶۳ ټپیان دي

339825

د سومالیا د پلازمېنې موګادېشو په یوه مشهوره ساحیلي سیمه کې د ځانمرګي او وسله‌والو برید پرمهال لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او ګڼ‌نور ټپیان دي.

الشباب چې له القاعده سره تړلې وسله‌واله ډله شمېرل کېږي د جمعې ورځې ناوخته د یوې راډیو له لارې د «لیدو ساحل» کې د شوي برید مسوولیت منلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سومالیا ملي خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، پنځه وسله‌وال د امنیتي ځواکونو په برید کې وژل شوي او شپږم ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې.

د چاودنې او وسله‌‌وال برید پرمهال یاده ساحیلي سیمه کې ګڼ‌شمېر کسانو شتون درلود.

د پولیسو ویاند عبدي‌فتاح عدن حسن خبریالانو ته ویلي: «برید کې ۳۲ کسان وژل شوي او له ۶۳ ډېر کسان ټپیان دي. ټپیانو کې د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.»

الشباب له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د مرکزي حکومت د نسکورېدو هڅې کوي چې دې موده کې یې، له پلازمېنې سربېره، د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې مرګوني بریدونه کړي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سومالیا حکومت د پاتې‌کېدو لپاره بهرنیو ځواکونو پورې تړلی او د الشباب پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمه‌ییزو ډلو او افریقايي ټولنې او امریکايي ځواکونو هوايي بریدونو سره یوځای شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام