Asset 1SWN

عاکف مهاجر: د «کوډګرو» مخه نیسو او محکمې ته یې ورپېژنو

تعویذ

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت وايي چې یاد وزارت به په هېواد کې د «جاودګرو او کوډګرو» مخه نیسي او محکمې ته به یې ورپېژني.

د دغه وزارت ویاند عاکف مهاجر سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه پرېکړه یې په کابل او ولایتونو کې د یو‌شمېر خلکو له شکایتونو وروسته کړې.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د مهاجر په وینا، د دوی د څېړنو له مخې، ځینو سیمو کې کوډګرو فعالیت کاوه چې د یاد وزارت مشرتابه یې د مخنیوي پرېکړې وکړه.

هغه وویل: «په ګڼ‌شمېر ولایتونو کې زموږ هېواد‌والو دې برخه کې شکایت درلود او تر هغه ځایه چې موږ څېړنه وکړه ځینو برخو کې دا کسان پر کوډګرۍ بوخت وو او له همدې امله د وزارت مشرتابه پرېکړه وکړه چې مخه یې باید ونیول شي.»

په همدې حال کې د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي د امربالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت له دې پرېکړې د هرکلي ترڅنګ وايي چې جادوګر او کوډګر ډېری وخت خلک په خپلو خبرو تېرباسي او پیسې ترې اخلي.

د کابل یوه اوسېدونکي سیدالله سلام‌وطندار ته وویل: «ښه کار دی، که دا خلک راټول شي، نه پوهېږو چې دا څه ډول کار کوي. زه داسې کسان پېژنم چې د دوی پر خبرو باور کوي او په کوچنۍ ستونزه دوی ته ورځي او پیسې ورکوي.»

سید‌الله و ویس‌الدین دو تن از باشندگان شهر کابل می‌گویند:

په همدې حال کې د کابل یو بل اوسېدونکی ویس‌الدین بیا له خلکو غواړي چې د جادوګر پر خبرو باور ونه‌کړي. نوموړي وویل: «ښه کار دی، که د خلکو پیسې په ناحقه اخلي، باید ونیول شي. خلک یې باید پر خبرو باور ونه کړي او تېر نه‌وځي.»

بل‌خوا یو‌شمېر ښځې بیا سلام‌وطندار ته وايي چې د سړیو په پرتله ښځې جادوګرو ته ډېر ورځي او په وینا یې، په دې فکر چې یاد کسان به یې ستونزې حل کړي.

د کابل اوسېدونکې وږمې وویل: «ښځې ډېرې ورځي دوه-درې زره افغانۍ ترې اخلي، خبرې یې هم رښتیا نه دي. زه هم خوشحاله یم چې دا خلک ورو ورو ټول شي او د خلکو ستونزې هوارې شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د امربالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت مسوولان همداراز وايي، د شریعت په چوکاټ کې د تعویذ لیکل ستونزه نه‌لري، خو په وینا یې، ځینې کسانو ترې تجارت جوړ کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام