Asset 1SWN

سلام وطندار

افغانان: د اقتصادي ستونزو له امله کډوالي کوو؛ کارپوهان: مخه دې ونیول شي

کډوالي۱

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړی رپورټر ریچارډ بنټ وايي، که دغه هېواد کې ځینو بشري ستونزو ته رسېدنه ونه‌شي، کډوالي به ترې پراخه شي.

نوموړي دغه څرګندونې جمعه، لړم یوولسمه د ملګروملتونو راډیو سره د مرکې پرمهال کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه چې افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی، خو یاد هېواد د متخصصو کسانو د له لاسه ورکولو سره مخ دی. په ورته مهال یوشمېر هېواد‌وال بیا د خپلې کډوالۍ لامل پر کور دننه د شغلي فرصتونو نشتون او اقتصادي ستونزې یادوي.

محمدیوسف او فریدالله چې تازه له ایران او پاکستان راستانه کړل شوي دي، وايي، افغانستان کې د وزګارتیا له امله بیا هم غواړي چې بېرته د کډوالۍ لاره غوره کړي.

محمدیوسف وویل: «موږ یې بېرته راستانه کړو، دلته کار او کسب نه‌و. شپږ او اووه میاشتې ایران کې و او درې میاشتې کېږي چې راستانه شوي یوو، تاروسه راسره مرسته نه‌ده شوې. کار مې کاوه، دلته راغلم کار نشته، که یوه ورځ وي، یوه اوونۍ نه‌وي.»

فریدالله هم وویل: « ۲۰۲۲کال کې له پاکستان راغلم؛ دلته کار نشته، که چوک ته لاړ شم، کار نشته؛ که کار پیدا شو، ښه تر ښه ګنې، بېرته ځم پاکستان ته.»

د کډوالۍ نړیوال سازمان هم راپور ورکړی چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې نږدې اته میلیونه افغانان له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي. د دې سازمان د راپور له مخې، د یادو کسانو د کډوالۍ ۷۵سلنه د وزګارتیا او اقتصادي ستونزو له امله شوې.

د ټولنیزو چارو کارپوه راشد صدیقي وايي، که له افغانستان د کډوالۍ مه ونه‌نیول شي او بېرته راستانه شوي هم مدیریت نه‌شي، هېواد کې به د ټولنیزې او اقتصادي هرج مرج ته زمینه برابره شي.

هغه وویل: «کډوالۍ کولای شي، منفي اغېزې ولري، سیاسي، ټولنیز او نور عوامل، کډوالي تر ډېره منفي اغېز لري، د مغزونو تېښته، اقتصاد او د کار ځواک او متخصصو تېښته؛ هغوی چې بېرته راځي، که مدیریت نه‌شي، انحرفاتو ته ښايي لاس کړي او منفي فعالیتونه وکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د تېرو درېوو کلونو پرمهال نږدې څلور میلیونه کسان افغانستان ته راستانه شوي دي. د یاد وزارت په وینا، راستانه شویو ته شغلي فرصتونه هم برابر شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام