Asset 1SWN

نړیوال جام؛ افغانستان د اسټرالیا پر وړاندې تاریخي بریا ترلاسه کړه

383577

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د شل اووره سیالیو نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو له ا ګروپ څخه نن په یوې تاریخي لوبه کې د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې ته ماته ورکړه.

د کرېکټ په تاریخ کې دا د اسټرالیا پر وړاندې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لومړنۍ بریا وه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د شل اووره نړیوالو سیالیو لپاره د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشدخان له لوبې وروسته د لوبډلې ستاینه وکړه په وینا یې، د بریا له امله خوښ دی.

راشدخان کليپ: «د لوبډلې او یوه ملت په توګه دا زموږ لپاره ستره بریا ده. په نړیوال جام کې اتله لوبډله ماتول، ښه حس دی او دا هغه څه وو چې موږ تېرو دوو کلونو کې له لاسه ورکول، د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۲ کال نړیوال جامونو کې چې موږ منډې ورکړې او له دې بریا ډېر خوښ یم او پر خپلې لوبډلې ویاړم چې ښه وځلېده.»

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په دغه لوبه کې اسټرالیا ته د ۱۴۹ منډو هدف ورکړی و چې اسټرالیا لوبډلې یې په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۲۷ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره په توپ‌‌اچوونه کې ګلبدین ښه وځلېد او څلور وېکټې یې ترلاسه کړې. ګلبدین نایب چې د یادې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله، وویل چې دې بریا ته له ډېر وخت په تمه وو.

نوموړي وویل: «موږ له ډېر وخت په تمه و او دا زموږ لپاره ښه شېبه ده، نه یوازې زما لپازه زما د خلکو او وطن لپاره هم، دا زموږ کرېکټ لپاره ستره لاسته‌راوړنه ده، مننه له مینه‌والو څخه او دا په ټیمه توګه هڅه کوه او له تېرو دوو کلونو راهیسې مو خواري کوله او پایلې یې ستاسو پر وړاندې ده.»

افغانستان داسې مهال له اسټرالیا لوبه وګټله چې د یاد هېواد کرېکټ بورډ وروستیو کلونو کې افغان لوبډلې سره د سیالیو  لوبلړۍ لغوه کړې او لامل یې افغانستان کې د بشرحقونو نه‌راعایتول په ګوته کړي و.

یاده لوبه کې بریا له دې امله هم افغانستان ته اړینه وه چې د یاد جام نیمه پای‌لوبې ته یې د تلو دریځ پیاوړی کړي. افغانستان به د اتو غوره پړاو کې راتلونکې لوبه له بنګله‌دېش سره وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

افغانستان هغې لوبه کې باید بنګله‌دېش ته په ستر توپیر ماته ورکړي، څو نیمه پای‌لوبې ته د تلو چانس ډېر شي. اسټرالیا به له هند سره لوبه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام