Asset 1SWN

افغانستان باید د اړتیا وړ یونیم میلیون میټریک ټن غنم له بهر وارد کړي

AFGHAN_FARMS_WOMEN_2-scaled-e1665604175534

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي، د روان لمریز کال پرمهال هېواد کې پر ۲،۱۴ میلیون هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې ترې ۵ میلیونه مټریک ټنه غنم ترلاسه شوي او د تېرو کلونو په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغه وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین وویل، افغانستان دامهال ټولټال ۷ میلیونه مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري چې له دې ډلې څخه یوازې ۵ میلیونه ټنه یې، هېواد کې د ننه تولیدیږي او څه باندې یونیم میلیون ټنه نور باید له بهره وارد شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «غنمو ته د خلکو اړتیا ډېره ده. واک ته د ا.ا رسېدو په لومړي کال د غنمو حاصلات له درېوو تر ۳.۵ میلیون مټریک ټُنه ته رسېدل. له درېوو کلونو وروسته اوس نږدې پنځه میلیونه مټریک ټنه ته رسېږي. د غنمو کښت سیمه هم پراخه شوې او ۶.۴ هکټاره پراخه شوې. غنمو ته د افغانستان اړتیا اووه میلیونه مټریک ټنه ده او اوس ۵ میلیونه له داخلي منابعو تامنېږي او یو تر یونیم میلیون مټریک ټن باید له بهر وارد شي.»

په ورته وخت کې د کرنیزو چارو یوشمېر کارپوهان وايي، هېواد کې د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي لپاره باید د افغانستان کرنه میکانیزه شي او په وینا یې، دغه برخه کې د ځان بسیاینې لپاره باید کروندګرو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ شي.

د چاروکارپوه عبدالعلیم عثماني وویل: «زموږ کرنه دودیزه پاتې؛ هلته کولای شو پر ځان‌بسیا شو چې کرنه میکانیزه کړو. له ماشین الاتو استفاده وکړو او د اوبولګولو سېسټم معیاري کړو، همداراز کروندګرو ته باید اړینې روزنې ورکړل شي.»

د کرنې چاروکارپوه عبدالباقي روستایي وايي، د اصلاح شويو تخمونو وېش او د خاورې معاینه هغه موارد دي چې کولای شي هېواد کې د غنمو حاصلات زیات کړي. «لومړی باید له بذري تخمونو استفاده وشي چې ډېر حاصل ورکوي. دویم کرنیز بدلون باید مراعت شي، درېیم د خاورې ارزونه او څلورم هم کرنیزو ماشین الاتو څخه استفاده. افغانستان کې لاهم له لومړنیو وسایلو استفاده کېږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ، د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، روسیې، قزاقستان، هند، ترکمنستان او متحده عربي اماراتو څخه د ۱،۶میلیون ډ‌الرو په ارزښت ۱۷ زره میټریک ټنه غنم هېواد ته وارد شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام