Asset 1SWN

افغانستان د نړۍ د ۳۰ بې‌ثباته هېوادونو له ډلې اتم ځای خپل کړی

An Afghan boy distributes bread amongst the needy in a crowd at a marketplace in Kabul, Afghanistan, January 31, 2022. REUTERS/Ali Khara

د جمهوریت له پرځېدو، د بشردوستانه مرستو د کمېدو او د اقتصادي پروژو له ځنډېدو وروسته هېواد کې د بې‌وزلي لمن پراخه شوې او د مرستندویه بنسټونو د معلوماتو له مخې، دغه هېواد کې ۳۵میلیونه وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

په تازه‌ګۍ سره د یاهو فایناس په نوم یوه بنسټ د نړۍ د بې‌ثباته هېوادونو په اړه یوه مقاله خپره کړې چې افغانستان په‌کې د سیاسي او اقتصادي ثبات له اړخه د نړۍ د بې‌ثباته هېوادونو په ډله کې اتم هېواد یاد شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغې مقاله کې ویل شوي: «د ا.ا له واکمنېدو وروسته افغانستان د نړۍ په بې‌وزله هېواد بدل شوی او بېکاري په‌کې زیاته شوې. د دغه هېواد اقتصاد ټکنی شوی او تر ۹۰ سلنې زیات افغانان د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. افغانستان څو لسیزو جګړو کې ډېر زیان لیدلی او په همدې دلیل دامهال د نړۍ بې‌وزله هېوادونو په ډله کې شتون لري.»

په خپره شوې مقاله کې یمن په ۱۱۱،۷ امتیازونو سره لومړی او پاکستان په ۸۹،۷ امتیازونو سره د نړۍ د بې‌ثباته هېوادونو ۳۰ ځای خپل کړی دی.

په ورته مهال ځینې اقتصادي کارپوهان د افغانستان په اړه د یادې مقالې راټول شوي معلومات سم بولي. د اقتصادي مسایلو څېړونکې امنې هاشمي سلام‌وطندار ته وویل، اقتصادي بې‌ثباتي په اقتصادي ناورین بدلېږي او سیاسي بې‌ثباتي له ځانه سره لري.

هغې وویل: «د دغه راپور معلومات ۸۰سلنه سم دي. کله چې اقتصادي بې‌ثباتي منځته راغله، اقتصادي ناورین منځته راځي، کله چې اقتصادي ناورین راغی، ټول ملت او دولت د یوه بل پر وړاندې درېږي.»

په ورته وخت کې د نړیوال امنیت څېړونکی علي‌ سجاد مولایي د افغانستان بې‌ثباتۍ په اړه وايي، اسلامي امارت پر افغانانو د محدودیتونو لګولو او د ټول‌ګډ‌ونه حکومت نه جوړولو له کبله نه‌دی توانېدلی چې هېواد کې ثبات رامنځته کړي.

د نوموړي په وینا، سیاسي ثبات یوازې دا نه دی چې حکومت او امنیت وي، بلکې دا د دې ښکارندوي کوي چې بې‌ثباتي حاکمه ده. هغه وویل: «پر زده‌کړو محدودیت او کدرونو تېښته، سیاسي ثبات یوازې دا نه دی چې ثبات دی، حکومت او امنیت دی، دا د دې ښکارندويي کوي چې بې‌ثباتي ده او وضعیت ترینګلی دی.»

همدا ډول د سیاسي چارو شنونکی سیدضیا حسیني د «یاهو فاینانس» سایټ مقالې ته په اشاره وايي، د یوه قانوني سیاسي جوړښت او د داخلي ډلو ترمنځ د انسجام نه‌شتون په څېر بېلا بېل لاملونه افغانستان کې د سیاسي بې‌ثباتۍ لامل شوي دي.

هغه وویل: «افغانستان کې سیاسي جوړښت، اساسي قانون، سیاسي نظام کې د خلکو د ګډون څرنګوالی، د سرپرست حکومت دوام او د سیاسي سېسټم تعریف نشتون افغانستان کې پر سیاسي ثبات اغېز کړی.»

خو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب د یادې مقالې په غبرګون کې سره سلام‌وطندار سره خبرو کې هغه غیرمنصفانه وبلله او وې ویل، دغه مقاله کې د افغانستان د پام وړ اقتصادي لاسته راوړنې په پام کې نه دي نیول شوي.

نوموړي وویل: «د خپاره شوي راپور اقتصادي برخه کې د هېواد اوسنی اقتصادي وضعیت غیرمنصفانه ارزول شوی او لاسته‌راوړنې او پرمختګونه په‌کې له پامه غورځول شوي، څه موده وړاندې نړیوال بانک هم د هېواد د مالي او اقتصادي وضعیت ښه‌والي په اړه راپور ورکړی و چې په‌کې د تورم نرخ، د افغانۍ ثبات، د ملي عوایدو زیاتوالی او د صادراتو ډېروالی مثبت ارزول شوی و.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د «یاهو فاینانس» د مقالې پراساس، یمن، سومالیا، سوریه، جنوبي سوډان، مرکزي افریقا او جمهوري سوډان د نړۍ د بې‌ثباته هېوادونو په ډله کې په ترتیب سره له لومړي تر اووم ځای پورې راغلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام