د هند په کوربهتوب د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام په لړ کې نن افغانستان له خپل سیال پاکستان سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن دوشنبه د تلې ۲۳مه د چینايي په «اماې چېډمبارام کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
افغانستان تراوسه په نړیوال جامونو کې پاکستان ته ماته نهده ورکړې او نننۍ لوبه کې دا چانس لري چې یادې لوبډلې ته په لومړي ځل ماته ورکړي.
پاکستان په روان نړیوال جام کې خپلې وروستۍ دوه لوبې بایللې دي، خو افغانستان د انګلستان په څېر سترې لوبډلې ته ماته ورکړې او تېره لوبه یې بیا نیوزیلنډ ته وبایلله.
پاکستان له افغانستان سره په وروستیو کړیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې ښه ځلېدلې او افغانستان یې له ماتې سره مخ کړی دی.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په خپلو وروستیو کړیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې یوازې یوه لوبه ګټلې او پاتې یې بایللې دي. پاکستان بیا دوه ګټلي او درې یې بایللې دي.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي جنتان ټراټ د پاکستان پر وړاندې لوبې ته د بشپړ چمتووالي خبر ورکړی دی.
د کرېکټ بورډ پر فېسبوکپاڼه په یوې خپره شوې ویډیو کې وايي چې د پاکستان پر وړاندې لوبې ته یې چمتووالی نیولی او په وینا یې، تر ډېره یې پر لوبغاړو د ډګرساتنې تمرین کړی دی.
افغانستان د نیوزیلنډ پر وړاندې لوبه کې هغه شان چې پهکار وه، لوبه ونهکړې او د خرابې توپنیونې له امله نیوزیلنډ ترې په اسانۍ لوبه وګټله.
د ملي لوبډلې روزونکي هیلهمندي ښودلې چې دغه لوبه کې به پاکستان ته ماته ورکوي، ځکه په وینا یې، له نړیوال جام وړاندې یې پاکستان سره ښې لوبې کړې دي.
افغانستان دا مهال د روانو سیالیو د جدول په وروستي او پاکستان بیا پنځم ځای کې شتون لري.