د افغانستان کرېکت ملي لوبډله به د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې په خپل کوربهتوب د سوېليافریقا کرېکټ ملي لوبډلې سره یو ورځنۍ لوبې وکړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ نن چهارشنبه، جولای ۳۱مه پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې افغان لوبډله به شارجه کې د سوېليافریقا پر وړاندې درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه سیالۍ به د سپټمبر له ۱۸مې تر ۲۲مې دوام وکړي. درې واړه لوبې د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې کېږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ لیکلي: « افغانستان کرکټ بورډ د روان کال په سپتمبر میاشت کې د نیوزیلنډ پر وړاندې د ټېسټ له یوازېنۍ لوبې وروسته د دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په موخه د سویلي افریقا لوبډلې کوربه توب کوي چې لومړۍ لوبه به یې د همدې میاشتې په ۱۸مه نېټه پیل او لوبلړۍ به یې د سپتمبر تر ۲۲مې نېټې پورې دوام ومومي.»
سوېليافریقا د کرېکټ نړۍ له پیاوړو لوبډلو ده چې د روان کال شل اووره سیالیو نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې هم د افغانستان پر وړاندې ولوبېده. دې لوبډلې په نیمه پایلوبه کې افغانستان ته تاریخي ماته ورکړه، خو پایلوبه کې په حیرانونکې توګه بریالۍ نشوه چې هند له مخې پورته کړي.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان د سوېليافریقا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ کوي. له دې وړاندې دواړه لوبډلې یوازې په نړیوالو جامو کې د یوه بل پر وړاندې لوبېدلې دي.
افغان لوبډلې تراوسه سوېليافریقا ته نه په شل اووره او نه هم په یو ورځنیو او ټسټ لوبو کې ماته ورکړې ده.