Asset 1SWN

افغانستان په نړیوال جام کې نن له هند سره لوبېږي

TOPSHOT - India's captain Virat Kohli (R) gestures to Afghanistan's Rahmanullah Gurbaz during the ICC men’s Twenty20 World Cup cricket match between India and Afghanistan at the Sheikh Zayed Cricket Stadium in Abu Dhabi on November 3, 2021. (Photo by INDRANIL MUKHERJEE / AFP)

د هند په کوربه‌توب د روان ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د یاد هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن چهارشنبه د اکتوبر ۱۱مه د ډیلي په «اروون جېټلي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغانسنان له دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې له بنګلدېش لوبډلې ماته خوړلې ده. هندۍ لوبډلې بیا روان نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د پیاوړې اسټرالیا لوبډلې پر وړاندې وکړه او بریا یې خپله کړه.

افغانستان او هند تر دې مهاله درې یو ورځنۍ لوبې کړې چې یوه لوبه یې مساوي شوې او پاتې دوه یې هند لوبډلې ګټلې دي. له دې درېوو سیالیو یوه یې د ۲۰۱۹ نړیوال جام لوبه وه چې هند یوازې د یوولس منډو په توپیر افغانستان مات کړ.

که څه هم له افغان لوبډلې په روان نړیوال جام کې د ښو سیالیو تمه کېږي، خو په لومړۍ لوبه کې یې هغه شان چې په‌کار وه ښه ونه‌ځلېدل. د بنګلدېش پر وړاندې افغان لوبډلې یوازې ۱۵۶ منډې جوړې کړې وې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه پاکستان په یوې په زړه پورې لوبه کې د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې ته ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام