Asset 1SWN

افغانستان نړيوال جام کې پي‌اېن‌جي ته ماته ورکړه

448223393_780210917598171_4370476930401196996_n

د شل اووره سياليو نړيوال جام ګروپ پړاو لوبو په لړ کې نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پي‌اېن‌جي ته په اوو وېکټو ماته ورکړه.

افغانستان په دې بريا سره د روان شل اووره نړېوال جام د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته هم لاره پيدا کړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په سي ګروپ کې افغانستان په شپږو نمرو او له وېسټ‌انډيز د غوره رنز‌رېټ په لرلو د جدول لومړی ځای خپل کړ.

دا په روان نړيوال جام کې د افغانستان درېيمه پرله‌پسې بريا وه چې ترلاسه يې کړه. په دغه لوبه کې د افغانستان لپاره په توپ‌وهنه کې ګلبدين نايب ناسوځېدلې ۴۹ منډې جوړې کړې.

د پي‌اېن‌جي لوبډلې په دغه لوبه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۵ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۹۶ منډو هدف ورکړ چې افغان لوبډلې د درېوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶ اوور کې ترلاسه کړ.

فضل الحق فاروقي هم په توپ‌اچوونه کې درې وېکټې ترلاسه کړې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

افغانستان به د جون په ۱۷مه له وېسټ‌انډيز سره د ګروپ پړاو وروستۍ لوبه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام