Asset 1SWN

افغانستان او پاکستان روانه میاشت درې یو ورځنۍ لوبې کوي

345575.4

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د روان میلادي کال په روانه اګسټ میاشت کې د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره په سریلانکا درې یو ورځنۍ لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالۍ د روانې اګسټ میاشتې په ۲۲، ۲۴ او ۲۶ د سریلانکا په همبانټوټا او کولمبو ښارونو کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د یادو سیالیو کوربه‌توب به د افغانستان پر غاړه وي. کرېکټ بورډ پر خپله فېسبوک‌پاڼه د یاد بورډ د مشر میرویس اشرف له قوله لیکلي چې افغان لوبډله دې سیالیو ته بشپړ چمتووالی لري.

کرېکټ بورډ د میرویس اشرف له قوله لیکلي: «له اسیا جام او نړیوال جام مخکې افغان لوبډله هغه لوبډله ده چې په  اسیایي کنډیشن کې یې تر ټولو زیاتې لوبې کړي، لومړی یې سرېلنکا سره په سرېلانکا کې، بیا بنګله دېش سره په بنګله دېش کې او اوس د پاکستان سره په سرېلانکا کې لوبیږي، هیله لرم چې دا لوبې به را روانو لویو لوبلړيو کې زموږ د لوبډلې په چمتووالي کې مهم رول ولوبوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د روان کال په مارچ میاشت کې له پاکستان سره د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ هم وکړه چې ۲-۱ یې ترې وګټله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام