Asset 1SWN

ایران کې افغان کډواله: افغانان وهل‌ټکول کېږي او د پوښتنې څوک نشته

مهاجران+افغان

ایران کې له افغان کډوالو سره د دغه هېواد د امنیتي مسوولانو د ناوړه چلند د ویډیوګانو له خپرېدو وروسته، یوشمېر افغان کډوال سلام‌وطندار ته وایي، د وروستیو ورځو پرمهال په ایران کې د کډوالو پر وړاندې لفظي او فزیکي تاوتریخوالی زیات شوی دی.

ایران کې افغان کډواله پریسا مبارز وايي چې دغه هېواد کې کډوال له یوې خوا له تاوتریخوالي او سپکاوي سره مخ دي او له بل لوري د ویزې نه‌تمدېدو له امله ستونزه کې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغې وویل: «ایران کې افغان کډوال وهل‌ټکول کېږي، سپکاوی یې، کېږي، تحقیر کېږي او حتا وژل کېږي او څوک یې پوښتنه نه‌کوي او ځواب‌ویونکي هم څوک نشته.»

بنفشه ظفري هم وویل: «د کډوالو وضعیت خراب دی، د بېلګې په توګه افغانانو ته وايي، اداري کار وکړه، په لږو پیسو او بیا د هماغه قانون خلاف کار کوي. یو کار ورکوي او ورته وايي چې ته افغان یې، باید نور کارونه هم وکړې، لکه صفاکاري.»

د بهرنیو چارو وزارت ایران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د اندېښنې وړ بللی او له ایراني چارواکو یې غوښتي چې له افغان کډوالو سره وروستی ناوړه چلند وڅېړي او عاملین یې، محاکمه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وایي: «د بهرنیو چارو وزارت ایران کې د افغان کډوالو له کوربه‌توب مننه کوي او د دغه هېواد له اسلامي جمهوریت غواړي چې له افغانانو سره د وروستي ناوړه چلند عاملان ونیسي او اجازه ورنه‌کړي چې د افغانانو د حقونو د سرغړونې لامل شي او افغانستان کې د خلکو د درد لامل وګرځي.»

په همدې حال کې یوشمېر هغه افغان کډوال چې ایران کې په ناقانونه توګه ژوند کوي وايي، د خپل ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره اړ دي چې دغه وضعیت وزغمي. ایران کې  افغان کډوال کمال وویل: «اقتصادي فشارونه دي. خپله مې له څلور اولادونو سره ایران کې ژوند کوم. دلته هم قانوني اسناد نه‌لرم او تر فشار لاندې یم. دوه اولادونه مې باید ښوونځي ته لاړ شي، خو اسناد نه‌لري، نشي کولی چې لاړ شي. اقتصادي او روحي فشارونه دي.»

تر دې وړاندې د ایران د پولیسو او پوله‌ساتو ځواکونو قومندان احمدرضا رادان ویلي و، ټول غیرقانوني وګړي باید د روان زېږدیز کال تر پایه له ایرانه ووځي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

که څه هم ایران کې د افغان کډوالو کره شمېره معلومه نه ده؛ خو د ايران له‌خوا د خپرو شويو شمېرو له مخې، دغه هېواد کې تر پنځو ميليونو ډېر افغانان ژوند کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام