جګد سېنګ په خوست کې يوازينی پاتې هغه افغان سېک دی چې له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې، د خوست ښار سرګردان چوک ته څېرمه د سړک پر سر د خوړو مساله پلوري.
نوموړی سلاموطندار ته وايي، په وطن کې يې زړه خوښ دی او په وینا یې، چېرته هم د تلو اراده نهلري. د نوموړي په وینا، پخوا دغه ولايت کې د افغان سېکانو او هندوانو شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ اوسېدې، خو اوس يوازې، دی پاتې دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه بهر کې له مېشتو افغانانو غواړي چې بېرته خپل وطن ته راستانه شي. «که رښتيا درته ووايم، زما خو زړه دی چې ډېر وخت مې تېر شوی او لږ عمر مې پاتی دی او زه تر اخيره پورې دلته ژوند وکړم. د مرګ تر ورځې پورې. دوهمه خبره دا ده چې هغه کسان چې بهر کې له مشکلاتو سره مخامخ دي، هغه دې راشي افغانستان ته، خپلو ولايتونو ته، يا هم مرکز ته هېڅ ستونزه نشته ورته.»
جګدسېنګ چې درې لورګانې او يو زوی لري، وايي، په ورځني ژوند کې يوازې اوسېدل، خورا سخت دي، خو د خلکو له ښه چلند خوښي څرګندوي. هغه له مسولانو غواړي چې د کاروبار د پراخېدو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
هغه وویل: «دولت نه مو دا غوښتنه ده چې کاروبار لوی شي، ښه دی، ځکه کاروبار مې کمزوری دی، دغه ځای کې ډېر سامان هم نهشم کېښودی، د دوکان پيسې زه نهلرم چې ځان ته دوکان خلاص کړم، نو که پيسې وي او کاروبار لوی شي، بيا ښه وي.»
د خوست ولايتي مسوولان وايي، افغان سېکان او هندوان د نورو افغانانو سره مساوي حقوق لري او پر خونديتوب يې ټينګار کوي.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبيراحمد عثماني وايي، د افغان سېکانو او هندوانو د ځمکو راګرځولو لپاره کابل کې يو ځانګړي کمېسيون ته دنده سپارل شوې او په ولايتونو کې به يې غصب شوې ځمکې، راوګرځول شي.
نوموړي وویل: «هغه هندوان او سېکان چې د پخوا څخه په افغانستان کې موجود دي؛ دا د افغانستان تبعه دي، دا د يو افغان سره مساوي حق لري. د دوی د حقوقو بيرته ورکړې لپاره د افغانستان اسلامي امارت په مرکز کې مستقل کمېسيون ټاکلی دی.»
جګدسينګ له مسولانو دا هم وغوښتل چې په خوست کې دې، د دوی ويجاړ شوي مذهبي ځايونه ورته ورغوي.