افغان ابدالیان کرېکټ لوبډلې د چین د «هانګژو» د اسیايي سیالیو په لړ کې نن له یوې په زړه پورې لوبې وروسته سریلانکا ته ماته ورکړه.
افغان ابدالیان لوبډلې په دې لوبه کې له ټاکل شویو شلو اورونو څخه ۱۸،۳ اورونه ولوبول او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۱۶ منډې جوړې کړې.
د افغان ابدالیان لپاره په توپوهنه کې نورعلي ځدراڼ ۵۱، محمدشهزاد محمدي ۲۰ او شاهدالله کمال ۲۳ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې سریلانکا لوبډلې په ۱۹،۱ اوور کې یوازې ۱۰۸ منډې وکړې او خپله ټوله لوبډله یې له لاسه ورکړه او د اتو منډو په توپیر یې له افغان ابدالیان لوبډلې ماته وخوړله.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د افغان ابدالیا لپاره په توپاچوونه کې قیساحمد څلور اورونو کې ۱۶ منډې ورکړې او درې وېکټې یې ترلاسه کړې. ګلبدین نایب هم درې لوبغاړي وسوځول.