د بهرنیو چار وزارت سرپرست امیرخان متقي د چین په بلنه د یوه پلاوي په مشري د «ټرانس همالیا فورم» درېیمې ناسته کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته روان شوی دی.
ټاکل شوې چې د «ټرانس همالیا فورم» درېیمه ناسته د روانې اکتوبر میاشتې په څلورمه او پنځمه د چین په شيژانګ ایالت کې جوړه شي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د متقي په مشري یاد پلاوي سره د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري او نور مسوولان هم ملتیا کوي.
تکل چین ته د یاد افغان پلاوي د تلو کره نېټه نهده په ډاګه کړې او نه یې هم ویلي چې متقي به د کومې اجنډا له مخې دغه ناسته کې ګډون وکړي.
نوموړي لیکلي: «د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي په مشري یو پلاوی د چين ولسي جمهوریت په رسمي بلنه د چین شيژانګ ايالت اړوند د «ټرانس هماليا فورم» درېیمه ناسته کې د ګډون په موخه د چين په لور روان شو. پلاوي کې د اقتصاد وزارت معين ډاکټر عبدالطيف نظري او یو شمیر نور مسئولین شامل دي.»
د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ يو پلاوی د چين ولسي جمهوریت په رسمي بلنه دچین شيژانګ ايالت اړوند د ټرانس هماليا فورم درېیمه ناسته کې د ګډون په موخه د چين په لور روان شو.
په پلاوي کې د اقتصاد وزارت معين ډاکټر عبدالطيف نظري او یو شمیر نور مسئولبن شامل دي. pic.twitter.com/9N5dxgPZXW— Hafiz Zia Ahmad (@HafizZiaAhmad1) October 3, 2023
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل په وینا امیرخان متقي به یاده ناسته کې د ګډون ترڅنګ د چین بهرنیو چارو وزیر او یوشمېر نورو هېوادونو له استازیو سره وګوري.
یادې ناستې ته د پاکستان لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جلیل عباس جیلاني هم وربلل شوی دی.
پاکستاني رسنیو نن سهشنبه د اکتوبر درېیمه راپور ورکړی چې جیلاني به یادې ناستې ته د وینا ترڅنګ د افغانستان او منګولیا د بهرنیو چارو وزیرانو سره هم لیدنې ولري.
د «ټرانس همالیا فورم» په ۲۰۱۸ کال کې د سیمهییز اتصال، چاپېریال ساتنې او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په موخه رامنځته شوی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یاد فورم دویمه ناسته په ۲۰۱۹ کې وشوه او له هغه وروسته چین کې د کورونا ویروس خپرېدو له امله د دغه فورم کلنۍ ناستې وځنډېدې.