Asset 1SWN

عبدالغني برادر: له ۱۳ولایتونو څخه د نړۍ هېوادونو ته صادرات کېږي

GSMQdsobYAEt1tZ

د ریاست‌الوزرا اقتصاي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې دا مهال د هېواد له ۱۳ ولایتونو څخه نړۍ ته توکي لېږدول کېږي.

نوموړي دغه څرګندونې نن پنج‌شنبه، چنګاښ ۱۹مه کابل کې د «صادراتو ملي ورځې نمانځل‌غونډه» کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې یاد ولایتونو کې سرپرست حکومت د توکو لېږد چارو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته‌کېدو لپاره دفترونه هم پرانېستلې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په دې اړه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «اسلامي امارت په دغو ولایتونو کې د صادراتي پروسې د تسهیل او تسریع لپاره دفترونه جوړ کړي چې د څو ورځو کار په ډېر کم وخت کې ترسره کوي.»

دغه ریاست همداراز لیکلي: «اسلامي امارت د افغانستان صادراتي توکو ته د سیمې او نړۍ هېوادونو کې د بالقوه او بدیلو بازارونو د موندلو هڅې پيل کړې او له هغوی د ترجیحي تعرفې غوښتنه شوې چې په دغه برخه کې پرمختګونه هم ترسره شوي.»

برادر له سوداګرو غوښتنه کړې چې له نړیوالو معیارونو سره سم، توکي تولید او صادر کړي، څو په وینا یې، د افغانستان سیالان د صادراتو د کمزوري کولو هڅه ونه‌کړي.

بل‌خوا د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال دې نمانځ‌غونډه کې وویل چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې به د صادراتو د پروسس زونونه هم جوړ شي او په وینا یې، نږدې راتلونکې کې به ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

ریاست‌الوزرا د عبدالغني برادر له قوله لیکلي: «ملي سوداګر باید د اسلامي امارت د اقتصادي پالیسۍ په نظر کې نیولو سره د خامو موادو د صادراتو پر ځای پاخه شوي تولیدي توکي صادر کړي؛ ځکه په خبره یې، په کور دننه د خامو موادو په پروسس سره نویو کارخونو ته د فعالیت زمینه برابرېږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

عبدالغني برادر په وینا، سرپرست حکومت نړۍ ته د شفافو، باکیفیته او ډاډمنو صادراتو په موخه د هېواد د ټولو بندرونو د معیاري‌کولو په اړه له نړیوالو شرکتونو سره پر خبرو بوخت دی او «دا چاره به د هېواد د صادراتو پر کیفیت او کمیتد پام وړ مثبت اغېز ولري.»

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام