Asset 1SWN

عباس ستانکزی: د تازه مېوو د صادراتو ستونزې به هوارې شي

ستانکزی- مېوه

لوګر کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې او کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنیزو محصولاتو د تولید او بازارموندنې برخه کې د شته ستونزو او لاسته‌راوړنو په تړاو غونډه جوړه شوې وه.

جوړې شوې غونډې ته د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي وویل، په تېرو درېوو کلونو کې په هېواد کې کرنې او مالدارۍ د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ستانکزي زیاته کړه، د کروندګرو او بڼوالو د کرنیزو محصولاتو او تازه مېوو د بازارموندنې برخه کې شته ستونزو ته به د حل لارې چارې ولټوي.

هغه همدارنګه وویل، «د ځينو ګاونډیو هېوادونو له لوري د تازه مېوو او تازه سبزیو د صادارتو په وخت کې کله ناکله ستونزې جوړېږي چې د حل لپاره مو ډيپلوماتيکي هڅې پيل کړي دي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمدیونس مهمند وویل، هېواد کې د زراعتي او حیواني محصولاتو د ساتنې او بازار ته په مناسب وخت کې وړاندې کولو لپاره صنعتي پارکونو خورا مهم دي.

نوموړي همداراز وویل چې ډېر ژر به د محمداغې ولسوالي په صنعتي پارک کې پانګوالو ته ځمکې ووېشل شي.

بل‌خوا د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور وویل، لوګر یو زراعتي ولایت دی چې ډېری اوسېدونکې یې، پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې اقتصادي چارې سبمالوي.

نوموړي زیاته کړه، د دغه ولایت د ډېری کروندګرو او بڼوالو تر ټولو لویه ستونزه کرنیزو محصولاتو او تازه مېوو ته د بازار نشتون دی چې ولایتي ادارې یې، د هوارې هڅې پيل کړي دي.

د لوګر یوشمیر کروندګرو او بڼوالو هم په جوړې شوې غونډه کې د تازه مېوو او سبزیو لپاره د مارکېټ نشتون یوه لویه ستونزه وبلله او له چارواکو یې وغوښتل چې حل ته یې مناسبې لارې چارې ولټوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې د جوړې شوې غونډې په پای کې د دغه ولایت تازه مېوې او سبزي نندارې ته وړاندې شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام