Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل کې یوې مېرمنې ۳۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

ښځه خیاطیي

۳۴کلنه رویا محمدي چې د کابل اوسېدونکې ده، وایي، په خپل نوښت او زیار یې، شاوخوا ۳۰ نورو مېرمنو ته د خیاطي برخه کې د کار او زده‌کړې زمینه برابره کړې ده.

نوموړې له ۵زرو افغانیو څخه خپل کار پېل کړی و چې اوس يې د عاید کچه شاوخوا یو میلیون افغانیو ته رسېږي.

هغې زیاته کړه، که څه هم په دغه لاره کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوې، خو په وینا یې، دې ستونزو ونشوای کړای چې د هغې د پرمختګ مخه ونیسي.

نوموړې وویل: «په پیل کې زما پانګه ډېره لږه وه، فکر مې کاوه چې له لږې پانګې او وسایلو سره به پرمختګ ونشم کولی او ډېر خنډونه مې مخې ته وړل، خو د خپلې هڅې او زړورتیا په مرسته مې خپل تولیداتو وده ورکړه، خپله کارګاه مې لویه کړه او ډېرې وسيلې مې برابرې کړې.»

رویا چې د مالي اړخه په پښو درېدلې، نورو بې‌وزلو، بې‌سرپرستو او له زده‌کړو محرومو نجونو ته د کار زمینه هم برابره کړې. هغه له نړیوالو بسټونو غواړي چې د نوښتګرو مېرمنو ملاتړ وکړي.

نوموړې وویل: «موږ دا کارګاه د افغانستان د اقتصادي فقر له امله جوړه کړه، څو زه او نورې ښځې وکولی شو خپل عاید او وسایل پیدا کړو. په دې کارګاه کې شاوخوا ۳۰ ښځې کار کوي، چې د کم عاید لرونکو ټولګیو څخه دي، ډېری نجونې هغه دي چې له زده کړو پاتې شوي او ځینې یې بیوې ښځې دي. زه له ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوم چې د ښځو کاروباري هڅو ملاتړ وکړي.»

رویا محمدي، سترې هیلې لري، نوموړې غواړي په نږدې راتلونکي کې خپله کارخونه پراخه کړي، څو زیاتو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړي.

بل‌خوا یوشمېر نجونې چې په دې کارخونه کې کار کوي وایي چې د مېرمنو او نجونو پړوړاندې د زده کړو او کاري محدویتونو وروسته دې ډول بوختیاوي يې د ژوند اړتیاوي تر یوه برېده پوره کولای شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


سعیده هاشمي چې په دغه کارخونه کې کار کوي او د خپلې کورنۍ  یوازینې نفقه پيداکونکې ده، وايي: «په افغانستان کې اقتصادي ستونزې ډېرې دي. زه د اوو میاشتو راهیسې په دې کارګاه کې د ګنډلو په برخه کې کار کوم. اوس مهال مې پلار سفر کړی دی، نو زه اړ یم چې د کور لګښتونه پوره کړم. هره میاشت مې څلور یا پنځه زره عاید دی، چې دا اندازه تر یوه حده زما او د کورنۍ ستونزې حلوي.»

روینا خیري چې په دغه کارخونه کې مهره‌بافي کوي، وایي، د خپلې کورنۍ د اقتصادي اړتیاوو پوره کولولپاره یې خیاطۍ او مهره بافۍ ته مخه کړې.

نوموړې وویل: «اقتصادي ستونزې ډېرې دي. په کورنۍ کې موږ نه تنه یو، یوازې زما او پلار کار کوي. زموږ اقتصاد کمزوری دی، نو زه اړ یم چې دلته د ګنډلو او مهره‌دوزۍ په برخه کې کار وکړم. هره میاشت مې پنځه یا شپږ زره عاید دی، چې دا اندازه شاوخوا شل یا دېرش سلنه زما او د کورنۍ ستونزې حلوي.»

دا په داسې حال کې ده چې وزګارتیا او بې‌وزلي په هېواد کې د ډېرو کورنیو ژوند ګواښي، خو رویا محمدي غواړي، بې‌وزله او له زده‌کړو محرومو مېرمنو ته د کار زمنیه برابره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام